د مصرۍ الوتکې له لوېدو مخکې د 'لوګي خبرداری' ورکړل شوی

بي بي سي ته ویل شوي، لوېدلې الوتکه، چې A320 ډوله ده، په ۲۰۱۳ کال هم د قاهرې له هوايي ډګره تر پورته کېدو وروسته د ماشین د کار پرېښودو له کبله بېړنۍ ناستې ته اړ شوې وه. د انځور حقوق
Image caption بي بي سي ته ویل شوي، لوېدلې الوتکه، چې A320 ډوله ده، په ۲۰۱۳ کال هم د قاهرې له هوايي ډګره تر پورته کېدو وروسته د ماشین د کار پرېښودو له کبله بېړنۍ ناستې ته اړ شوې وه.

ځینې نوي ناتایید شوي رپوټونه وايي، د مدیترانې اوبو کې د مصرۍ الوتکې له لوېدو وړاندې د 'لوګي خبرداری' ورکړل شوی. د الوتکې د ټوټو موندلو ډلې په سمندر کې د انسانانو ځینې غړي او د قرباني شویو کسانو توکي موندلي دي.

د معلوماتو له مخې، چې پر 'اویېشن هیرالډ' وېبپاڼې خپاره شوي، د الوتکې په تشنابونو او الکترونیکي توکو کې له اړیکې پرې کېدو وړاندې د ډېر لوګي خبرداری ثبت شوی دی.

خو دغه معلومات د کومې خپلواکې سرچینې له خوا نه دي تایید شوي.

څو ساعته وړاندې مصري او یوناني چارواکو وویل، ډلو یې د انسانانو ځینې غړي او د مدیترانې سمندر د اوبو پرسر د لوېدلې الوتکې ځینې ټوټې موندلې دي.

الوتکه له ۶۶ سپرلۍ سره د تېرې پنجشنبې په ورځ د مصر پلازمېنې قاهرې ته له رسېدا نیم ساعت وړاندې د رادار له پردې نه تري تم شوه.

مصري لټون کوونکو د الوتکې ځینې څوکۍ او د قربانیانو توکي هم موندلي دي.

د مصر د وسله والو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه ټوټې او توکي د سمندرغاړي اسکندریې ښار په شمال کې شاوخوا ۲۹۰ کیلومتره لیرې موندل شوي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ویلي، اوس د الوتکې د دوو تورو صندوقونو د موندلو لټون روان دی.

د یونان په کارپاتوس ټاپو کې - چې ورڅېرمه الوتکه لوېدلې ده – د مصر، یونان، فرانسې او بریتانیا ګډ پوځي کنډکونه په لټون بوخت دي.

د یونان د دفاع وزیر بانوس کامینوس ویلي، الوتکه له ځمکې ۳۷ زره ګامه لوړه د رادار له پردې ترۍ تم شوې ده.

د مصر د ملکي هوايي چلند وزیر وايي، د فرانسوي کارپوهانو په ګډون یې د الوتکې د لوېدو د څېړلو لپاره یو څېړنیز کمیسیون ټاکلی دی.

د انځور حقوق epa
Image caption اوس د الوتکې د تورو صندوقونو ټینګ لټون روان دی

بي بي سي ته ویل شوي، لوېدلې A320 ډوله الوتکه، په ۲۰۱۳ کال هم د قاهرې له هوايي ډګره تر پورته کېدو وروسته د ماشین د کار پرېښودو له کبله بېړنۍ ناستې ته اړ شوې وه.

ورته مطالب