تاجکستان کې پر مذهبي ډلو د بندیز لپاره رایې اچول کېږي

د انځور حقوق BBC Persian Dushanbe
Image caption د یکشنبې په ورځ عمومي نظرپوښتنه کېږي، چې لوېدیځ څارونکي به پکې نه وي.

د تاجکستان وګړي، چې ډېری یې مسلمانان دي، پر مذهبي ګوندونو د بندیز لپاره رایې اچوي، چې د اټکل له مخې غواړي د ولسمشر واک لا پسې ډېر کړي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمن له ۱۹۹۲ کال راهیسې د پخواني شوروي د منځنۍ آسیا د شپږم جمهوریت مشري کوي.

په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه له اسلامپال اپوزېسیون سره تر معاملې کولو وروسته پای ته ورسېده.

تېر کال اسلامي اپوزېسیون د بندیز خوځښت او فعالیتونه پیل شوي وو.

د یکشنبې په ورځ عمومي نظرپوښتنه کېږي، چې لوېدیځ څارونکي به پکې نه وي.

امام علي رحمن د دوشنبې ښار په یوه مرکز کې د بهرنیو رسنیو له پوښښ پرته خپله رایه واچوله.

د انځور حقوق BBC Persian Dushanbe
Image caption د بي بي سي یو خبریال، چې دوشنبې ښار کې د رای اچونې یوه مرکز ته ورغلی، وايي، دغه مرکز آرام و او ډېر رای اچوونکي پکې نه ښکارېدل. دی وايي، په دې مرکز کې څارونکي هم نه وو.
د انځور حقوق BBC Persian Dushanbe

د سیمه ییزو سرچینو په حواله، په لومړیو ساعتونو کې، رای اچوونکي ډېر کم وو.

شنونکي وايي، په دولتي رادیو او تلوېزیون کې پر پراخو تبلیغاتو سربېره، ډېری خلکو ددغې نظرپوښتنې په اړه په کافي توګه معلومات نه لرل او ډېری وګړي پکې د برخې اخیستو لېوالتیا نه لرلي.

د بي بي سي یو خبریال، چې دوشنبې ښار کې د رای اچونې یوه مرکز ته ورغلی، وايي، دغه مرکز آرام و او ډېر رای اچوونکي پکې نه ښکارېدل. دی وايي، په دې مرکز کې څارونکي هم نه وو.

د تاجکستان د ټاکنو او ټولپوښتنې مرکزي کمیسیون وړاندې اعلان کړی و، چې د نظرپوښتنې په دې رای اچونه کې به ۱۲۰ نړیوال او د ګاونډیو هېوادونو او د شانګهای سازمان د همکاریو څارونکي موجود وي.

د انځور حقوق Getty
Image caption امام علي رحمن د دوشنبې ښار په یوه مرکز کې د بهرنیو رسنیو له پوښښ پرته خپله رایه واچوله.

ددغې نظرپوښتنې پربنسټ، د تاجکستان اساسي قانون کې اصلاح راځي، چې امام علي رحمن ته د تلپاتې حکومت زمینه برابره شي.

ورته مطالب