جګپوړی امریکایي قومندان په پټه سوریې ته تللی

 جنرال جوزف وتل د انځور حقوق AP
Image caption وتل له دې کتنې وروسته وویل ''د ''اسلامي دولت'' ډلې پرضوړاندې د سیمه ییزو ځواکونو روزل پرځای غوراوی و.''

امریکايي چارواکو ویلي، په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې یو جګپوړی قومندان جنرال جوزف وتل د شنبې په ورځ په پټه د سوریې شمال ته تللی او هلته دوه ساعته پاتې شوی دی.

د نوموړي د سفر موخه د مخالفو وسله وال او هغو کردي جنګیالیو د ایتلاف جوړېدل دي، چې د ''اسلامي دولت'' ډلې پرضد جنګېږي.

د امریکايي پوځي یوې سرچینې ویلي ''وتل د سورسې شمال کې ۱۱ ساعته تېر کړل او هلته یې په سوریه کې له ځای پرځای شویو ځانګړو امریکايي ځواکونو او سیمه ییزو چارواکو سره وکتل.''

وتل له دې کتنې وروسته وویل ''د ''اسلامي دولت'' ډلې پر وړاندې د سیمه ییزو ځواکونو روزل پرځای غوراوی و.''

نوموړی زیاتوي ''زه په ډېر باور له دې ځایه ځم چې دوی زموږ ښه ملاتړ کولی شي.''

د ''اسلامي دولت'' ډلې پرضد ایتلاف کې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی بریټ ماکګورک پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، وتل د شنبې په ورځ سوریې ته تللی چې ''پر رقه د برید لپاره چمتووالی ونیسي.''

جنرال وتل د امریکا جګپوړی پوځي چارواکی او د مرکزي قومندانې لوړپوړی قومندان دی چې پر ''اسلامي دولت'' ډلې له بریدونو پیلېدو وروسته سوریې ته تللی.

''اسلامي دولت'' نومې ډله د سورې پر پراخو برخو واکمنه ده.

پر همدې مهال، د کردي ځواکونو (اېس ډي اېف) مرستیال قومندان قهرمان حسن ویلي، جنګیالي یې زغره والو موټرو او راکټ لانچرو ته اړتیا لري.

سوریه کې قبایلي مشران هم غواړي چې امریکا دې بشردوستانه او پوځي مرستې ورسره ډېرې کړي.

Image caption د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) وايي، په سوریه کې نژدې ۲۰۰ پوځي سلاکاران لري، چې د بشار الاسد مخالفو ځواکونو ته پوځي سلامشورې او روزنه ورکوي.

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) وايي، په سوریه کې نژدې ۲۰۰ پوځي سلاکاران لري، چې د بشار الاسد مخالفو ځواکونو ته پوځي سلامشورې او روزنه ورکوي.

د سوریې څه باندې پنځه کلنې کورنۍ جګړې لږترلږه ۲۷۰ زره انسانان وژلي او میلیونونه نور یې هېواد پرېښودو ته اړایستلي دي.

ورته مطالب