سوريه کې لږ ترلږه ۷۸ تنه وژل شوي

د انځور حقوق Reuters

د سوريې حکومتي رسنيو په وينا د دغه هېواد په دوو ښارونو کې د بمي بريدونو له امله لږ ترلږه ۷۸ تنه وژل شوي او له ۱۲۰ زيات ټپيان دي.

په بريتانيا کې د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډله وايي، په طرطوس او جبله کې شويو بريدونو کې ځينې ځانمرګي وو، دوى د وژل شويو شمېر له ۱۰۰ تنو زيات ښيي. دغه دواړه ښارونه د حکومت قوي مرکزونه ګڼل کېږي.

د حکومتي سرچينو په وينا، په دغو بريدونو کې د بس تم ځایونه او يوه روغتون په نښه شوی دی. "اسلامي دولت" نومې ډلې سره تړلې د يوې خبري اژانس په وينا بريدونه "اسلامي دولت" ډلې ترسره کړي دي.

حکومتي سرچينې وايي په طرطوس کې لږ تر لږه يوه پلي او بل په موټر کې سپاره ځانمرګي بريدګر د بسونو پر تم ځای بريد کړی دی.

د رسنيو په وینا، يوه ځانمرګي بريدګر د جبله روغتون د بېړنۍ برخې په دروازه کې چاودنه کړې او بله چاودنه د اوسېدو سيمې سره نژدې شوې ده.

د انځور حقوق AFP

طرطوس کې د بمي بريدونو له امله لږ ترلږه ۳۳ تنه وژل شوي او ۴۷ ټپيان شوي دي.

د حکومتي خبري رسنۍ په وينا د طرطوس په شمال کې د بسونو پر تم ځای يو شمېر راکټي بريدونه هم شوي دي.

د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډله په جبله کې د وژل شويو کسانو شمېر ۵۳ او د ټپيانو ۴۸ ښودلی دی.

د سمندر پر غاړه دغه دواړه ښارونه چې د ولسمشر بشار الاسد اصلي ټاټوبي دي، تر دې وړاندې له دغه ډول خونړيو بریدونو خوندي پاتې و.

تر دې مهاله سوريه کې د جګړې له امله له ۲۵۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب