تونسيان د تېرو ناوړه کړنو په اړه عدالت غواړي

Image caption سعیده سیفي هغه په وینو ککړ ټوکر تراوسه ساتلی چې د زوې بدن يې د مړینې په ورځ په کې پېچلی و

په هغو څو هېوادونو کې چې د عربي پسرلي له امله يې مشران بدل شول، نویو حکومتونو د خلکو د هغو غوښتنو په اړه ډېر څه و نه کړل چې د لسګونو کلونو دیکتاتورۍ لاندې يې د شویو جنایتونو په اړه عدالت غوښته. خو په تونس کې د یو بېساري حقوقي پروګرام د رامنځته کېدو وروسته اوس د دې هېواد خلک هیله من دي چې کېدای شي عدالت ترلاسه کړي.

په ۲۰۱۳ کې، تونسیانو د انتقالي عدالت یو هر اړخیزه قانون تصویب کړ، چې په نړۍ کې بېساری ګڼل کېږي.

دغه قانون د حقیقت او عزت کمیسیون رامنځته کړ چې د تېرو شپېتو کلونو د بشري حقونو د سرغړونو ټولې قضيې څېړي.

نو آیا دا کوم سمبولیک شی دی، د اعترافونو او بیارغونې یوه بله اوږده پروسه ده، او که کېدای شي د تونس خلکو لپاره ريښتنې پایلې ولري؟

Image caption شکري په ۱۹کلنۍ کې د مظاهرې په ترڅ کې ویشتل شوی او وژل شوی و

سعیده سیفي د خپل کور د خونې بل سر ته ځي او د جسدونو د انتقال یوه نارنجي تذکره چې د دې د بدن په پرتله دوه چنده اوږده ده او تر شا يې یو بکس ايښی دی را کشوي.

د هغې دننه هغه یادګاري شیان ایښي دي چې خپګان او غوسه او ناکرارېدونکی غم يې تازه کوي.

د خپل زوی د مړینې د وخت هر څه يې ساتلي دي- په وینو کګړ ټوکر چې هغه يې په کې پېچلی و، یو جمپر چې د ګولۍ سوری په کې ښکاري، او د پټرولو د ستیشن یو نااغوستل شوی یونیفورم چې هغه په کې یو وخت کار کاوه.

د سیفي کورنۍ یو له هغو زرګونو کورنیو څخه ده چې د تونس د حقیقت او عزت کمیسیون ته يې خپلې قضيې سپارلې دي.

Image caption سعیده سیفي وژړل کله چې يې له بکس څخه د خپل زوی د کار یونیفورم راپورته کړ
Image caption هغه وايي نه غواړي د خپل زوی وژونکي و بښي

شکري سیفي ۱۹ کلن و چې د تونس د پلازمېنې په یوې بېوزلې سیمې، لي کرم، کې د حکومت ضد یوې مظاهرې په ترڅ کې په ډزو ووژل شو.

ادعا شوې چې پولیسو ډزې کړې وې.

د شکري د ژوند په سیمه کې په ۲۰۱۱ کې ډېرې مظاهرې کېدې، چې د ولسمشر زین العابدين بن علي د ۲۳ کلنې واکمنۍ د ختمېدو سبب شوې.

په لسګونو اعتراض کوونکي هلته په ډزو ووژل شول.

په دې سیمه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې ده امنیتي ځواکونو د اعتراض کوونکو پر ضد شدید اقدامات وکړل.

د هغه ځای اوسېدونکو موږ ته وویل: حتی اوس هم د چارواکو لخوا "د منزوي کېدو او هڅول کېدو احساس کوي".

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption په ۲۰۱۱ کې ولسې اعتراضونو ولسمشر بن علي ګوښه کېدو ته اړ کړ (تصویر د ګیټي)

مېرمن سیفي وايي هېڅ شی د دې د زوی د مړینې تاوان نشي پوره کولای او هېڅکله به د خپل زوی وژونکي و نه بښي.

که څه هم خوشبینه نه ده چې عدالت به ترلاسه کړي خو د مالي زیان د جبیرې غوښتنه کوي.

هغه وايی: "هېڅ تصور نشی کولای چې یو څوک د چا زوی یا مېړه ووژني او په مخ کې يې ګرځي، هغوی به څه ډول احساس کوي. هغوی يې نه نیسي او نه محاکمه کوي."

"په تونس کې، که څوک د چرسو د څکولو په تور ونیول شي زندان ته لېږل کېږي، خو قاتلان نه بندي کېږي."

هغه پاڅون چې د تونس دیکتاتوري نظام يې پای ته ورساوه د ټول هېواد خلکو ته لاره اواره کړه چې سرغړونې افشا کړي او د رسېدلي زیان د تاوان د ورکړې غوښتنه وکړي.

موږ په هغې ګاډي کې چې د حقیقت او عزت کمیسیون رالېږلی و د الجزایر پولې ته نژدې د نیفزا شمال ختیځ کلي ته لاړو.

د کمیسیون کارکوونکي د جون د ۱۵مې د وروستي مهلت له پوره کېدو وړاندې د خلکو وروستی پړاو شهادتونه راټولوي، او هغو قربانیانو ته ځان رسوي چې په تونس کې د دوی دفترونو ته نشي راتلای.

د نیفزا کلی د یوې سترې غونډۍ په لمن کې پروت دی چې په ځنګلو پوښلې ده.

د تېرو سرغړونو او دوامداره اقتصادي مایوسۍ په اړه په خلکو کې محسوسه غوسه موجوه ده.

Image caption د رستورانت چلوونکی حکیم سويسي د یوه ممنوعه سیاسي مخالف ګوند د غړیتوب له امله درې کاله بندي شوی و

د کمیسیون د ګرځنده کارکوونکې ډلې د موټر شاخوا ژر یوه ډله خلک راټول شول او غوښتل يې چې خپلې ادعاګانې ورته وړاندې کړي.

د دې کلي ډېری قضيې د حکومت لخوا د ملکیتونو د ضبطولو په اړه وې، چې غوښتل يې د اوبو یو بند جوړ کړي چې ۱۶ کاله پخوا جوړ شوی.

محسن حبوبي وویل: "نړۍ ته ووایه چې نیفزا ته سزا ورکړل شوې او تراوسه پورې د هر حکومت په وخت کې تاوانونه ګالي. بورژوازي [سرمایه داره طبقه] بیا واکمنه شوې ده،"

هغه وايي په ۱۹۷۹کې د زده کونکو د یوه غورځنګ غړی و، هغه وخت ۴۰۰ تنه ځوان نارینه او ښځې په جیل کې واچول شول.

Image caption دی وايی په زندان کې پولیسو شکنجه کړی وو

لږ وروسته مې حکیم سوېسي سره وکتل، چې هلته یو رستورانت لري او پخوا د منع شوي، منځلارې اسلامپالي ګوند، النهضه، غړی او سیاسي بندي و.

دی د ۱۹۹۰ لسیزې درې کالو بندي کېدو په خاطر عدالت غواړي.

هغه وویل په زندان کې د پولیسو د وهلو ټکولو له امله يې غوږونه قسما کاڼه دي.

هغه وايی: "لباسونه به يې راڅخه وایستل، یواځې په یوه نېکر کې به يې بهر ته وړلو... په کوتک به يې وهلو، او د دوو اوونیو لپاره به يې هره ورځ په اوبو کې غوټه کولو،"

ښاغلی سوېسي غواړي هغه کسان چې دی يې ځورولي باید محاکمه شي.

هغه وايی: "زما شکنجه کوونکی تراوسه په تونس کې دی... هغه تراوسه په امنیتي ځواکونو کې کار کوي... حتی ترفیع يې هم کړې ده،"

په مرکزي تونس کې هره ورځ په پرلپسې ډول یو شمېر قربانیان د حقیقت او عزت کمیسیون دفتر ته ورځي او خپلې قضيې ثبتوي.

Image caption د کمیسیون په ارشیف کې د ۳۳،۰۰۰ قضیو دوسيې موجودې دي

د کمیسیون د واک یوه برخه دا ده چې قربانیان بیا ورغوي او د دولت په نماینده ګۍ ورڅخه د بښنې غوښتنه وکړي.

نسلونه نسلونه خلک د ځوابونو په لټه کې دي، لکه مکرم حجیري، چې په ۱۹۹۰ کلونو کې د سوسیالیست کارګر ګوند غړي و.

هغه زما لاس ونیوه او پر خپل سر باندې يې کېښوده.

لاس يې راته د خپلې ککرۍ پر یوه درز باندې کېښوده او پوښتنه يې وکړه "احساسوې يې؟ دا د زندان له وخته دی."

ښاغلی ججیري وايی حتی له زندانه له خوشې کېدو وروسته هم تر ۲۰۰۶ پورې ورته اجازه نه وه چې د هېواد د هویت کارت واخلي.

د کمیسیون د ارشیف په خونه کې اوس څه باندې ۳۳،۰۰۰ قضې او دوسيې موجودې دي، چې له اقتصادي فساده نیولې، د نارینه، ښځو او ماشومانو پر ضد د بشري حقونو سرغړونو په اړه دي.

د کمیسیون مشره، سیحم بن صیدرین، د بن علي د حکومت په وخت کې، د بشري حقونو د یوې فعالې په توګه د کارکولو له امله بندي شوې وه.

خو حتی د هغې پخواني کار هم هغه د دومره ډېرو قضیو او د امنیتي ځواکونو دومره ظالمانه کارونو لپاره نه وه چمتو کړې.

هغه وايي د دې په نوي کار کې ورته تر ټولو ستره حیرانونکې خبره د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېریو د قضیو شمېر دی.

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption زین العابدین بن علي چې په ۲۰۱۱ کې له کاره ګوښه کړل شو، له دوو لسیزو زیات وخت لپاره د هېواد ولسمشر و

خو مېرمن بن صیدرین ډاډه ده چې په کمیسیون کې د داخلي اختلافونو سره سره چې کله کله د هېواد تل بدلېدونکي سیاسي منظرې ته ورته ده، دوی بریالي کېږي.

هغه وايي: "د حقیقت او عزت کمیسیون په وړاندې تر ټولو ستره ننګونه دا ده چې هغو کسانو سره مقابله وکړي چې د بدلون او هر ډول اصلاحاتو سره مخالفت کوي ځکه چې د احتساب یوې پروسې سره مخامخ دي او هغوي نه غواړي چې د خپلو ټولو سرغړونو حساب ورکړي،"

په لسګونو کلونه په تونس کې سرغړونې پراخې وې، خو په قربانیانو کې اوس دا هیله راپيدا شوې چې دا پروګرام به د حل هغه لاره رامنځته کړي چې دوي يې په لټه کې وو.

که تونس وکولای شي په بریالیتوب سره دا بنسټیز او موسساتي اصلاحات راولي، دولت ته به نور د خپلو خلکو پر حقونو د تيري کوونکي په سترګه نه بلکې د ساتونکي په سترګه کتل کېږي.

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption د پاڅون په وخت کې د حکومت د سختو اقداماتو په لړکې په سلګونو خلک ووژل شول