ولسمشر اوباما: د ملامنصور وژل د امنيت لپاره يو مهم ګام دی

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما په یوه بیانیه کې تایید کړې چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د امریکا په یوه هوایي برید کې وژل شوی دی.

د اوباما لخوا نن ( دوشنبه، جوزا/غبرګولي ۳مه) خپره شوې بیانیه کې ویل شوي، د امریکا ولسمشر د طالبانو د مشر مرګ په افغانستان د سولې او ټیکاو راتګ په لاره کې یو مهم ګام بللی دی.

په دې بیانیه کې چې وېتنام ته د ښاغلي اوباما د سفر پرمهال خپره شوې راغلي، دا برید "افغانستان ته د سولې او هوساینې راوستو پر لور د هڅو یوه برخه ده" او باید د سولې خبرو ته د طالبانو راوستو لپاره ترې د فشار د وسیلې په توګه کار واخستل شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د اختر منصور موټر د شنبې په ورځ شاوخوا ۳:۴۵ دقیقو (جوزا/غبرګولي لومړۍ نېټه) د بلوچستان ایالت په البندین سیمه کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په نښه کړ.

ښاغلي اوباما ویلي، طالبان باید په افغانستان کې د اوږدې جګړې پایته رسېدو او د سولې بهیر کې د ګډون له دې فرصت نه د یواځنۍ واقعي لارې په توګه چې په دې هېواد کې د پایدارې سولې لامل کېږي، ګټه پورته کړي.

هغه ویلي، امریکا اوس د ملا اختر منصور پر مرګ باوري دي، که څه هم چارواکو په لومړي سر کې د هغه وژل کېدل تایید کړي نه و، خو اوس پرې باوري دي.

ښاغلي اوباما ویلي، طالبان لا هم د امریکا لپاره اهداف بلل کېږي، ځکه چې هغوی پر امریکا او د امریکا پر ملګرو د دوامداره برید نیت لري. امریکا هم د بنسټ پالو شبکو پرضد چې امریکا هدف ګرځوي، لازم ګامونه پورته کړي.

د امریکا ولسمشر همداراز زیاتوي چې پاکستان سره پر ګډو اهدافو کار کوي او په هرځای کې چې ترهګر خلک ګواښي، باید خوندي پټنځای هلته ونه لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption برید کې د وژل شویو مړي روغتون ته ولېږدول شول.

هغه ویلي، تر کلونو جګړې وروسته د افغانستان او سیمې خلکو ته دا موکه ورکړل شي چې په ښه ډول ژوند وکړي.

د پاکستان په خاوره کې د منصور وژل کېدل

تر اسامه بن لادن وروسته دا دویم ځل دی چې د یوه اورپکې ډلې مشر د پاکستان په خاوره کې وژل کېږي. تراوسه پاکستاني چارواکي په دې اړه چوپه خوله دي.

خبري اژانسونو د یوه پاکستاني پاسپورت انځورونه خپاره کړي چې د هوایي برید په سیمه کې موندل شوی. کوم عکس چې پر دې پاکستاني پاسپورت لیدل کېږي د ملا اختر منصور اوسني انځور ته ورته دی.

داسې ښکاري چې ددې پاسپورت لرونکي د امریکایي بې پیلوټه الوتکې د برید په ورځ له ایرانه پاکستان ته ستون شوی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، پر موټر د امریکایي بې پیلوټه الوتکې د برید په سیمه کې چې د پنتاګون په وینا ملا اختر منصور یې لېږداوه، د افغانستان د طالبانو مشر دی، یو پاسپورت موندل شوی چې ښیي لرونکي يې ایران ته سفر کړی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا پاسپورت د "محمد ولي" په نوم صادر شوی و.

د انځور حقوق
Image caption داسې ښکاري چې ددې پاسپورت لرونکي د امریکایي بې پیلوټه الوتکې د برید په ورځ له ایرانه پاکستان ته ستون شوی و.

ټولنیزو شبکو کې د پاکستان چارواکو په نقل ویل شوي چې دا برید د پاکستان پر هوایي حریم تېری دی او پرې نیوکه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف له وړاندې د بې پیلوټه الوتکې له بریده نه و خبر شوی.

وړاندې د افغانستان د ملی امنیت ادارې تایید کړې وه چې اختر منصور په یوه هوایي برید کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وژل شوی دی.

دغې ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، منصور په سیمه ییز وخت د شنبې په ورځ شاوخوا ۳:۴۵ دقیقو (جوزا/غبرګولي لومړۍ نېټه) د بلوچستان ایالت په البندین سیمه کې پر یوه سړک وژل شوی دی.

د افغانستان څارګرې ادارې وویل، د طالبانو مشر له یوې مودې راهیسې تر "جدي څارنې" لاندې و او په داسې حال کې چې پر یوه موټر سپور و، په یوه هوایي برید کې په نښه شو او د موټر له نورو سپرو کسانو سره لمنځه ولاړ.

د ملا اختر منصور لنډ ژوندلیک

ورته مطالب