' بلوچستان کې بې پیلوټه برید د پاکستان پر ملي حاکمیت تېری دی'

د انځور حقوق AP
Image caption د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په اعلامیې کې راغلي چې د دغه کس د سپرلۍ موټر په تفتان کې کرایه شوی و

پاکستان د امریکا لخوا د بې پیلوټه الوتکې هغه برید چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وشو او ریپوټونه وايي، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په کې وژل شوی د پاکستان پر ملي حاکمیت تېری بللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له بریده یوه ورځ وروسته ویلي چې دا موضوع یې له امریکایانو سره شریکه کړې ده.

دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې په بلوچستان کې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته په دې تړاو معلومات د امریکا له لورې د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف او د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره شریک شوي وو.

په دې اعلامیې کې په دې اړه چې آیا ملا اختر محمد منصور وژل شوی او که نه څه نه دي ویل شوي، خو ویل شوي چې تراوسه د راټولو شویو معلوماتو له مخې د ولي محمد ولد شاه محمد په نامه یو کس چې د پاکستان پاسپورټ او شناختي کارډ ورسره و او د قلعه عبدالله اوسیدونکی دی د مې میاشتې په ۲۱ نېټه د ایران له تفتانه د پاکستان خاورې ته راغلی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستاني پاسپورټ سره ایران ته د ملا اختر محمد منصور د سفر د احتمال په اړه څه نه دي ویلي خو یادونه یې کړې چې په دې پاسپورټ کې د ایران یوه معتبره ویزا شته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په اعلامیې کې راغلي چې د دغه کس د سپرلۍ موټر په تفتان کې کرایه شوی و چې په برید کې ویجاړ او له منځه تللی دی.

د دغه موټر چلوونکی محمد اعظم یاد شوی چې خپلوانو یې د هغه جسد وړی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ویل کېږي چې په موندل شوي پاسپورټ کې لګیدلی تصویر د ملا اختر منصور له تصویر سره ورتوالی لري.

پاکستان ویلي چې د پېښې په ځای کې د شواهدو پر بنسټ د دویم وژل شوي کس په اړه څیړنې روانې دي.

ویل کېږي چې په موندل شوي پاسپورټ کې لګیدلی تصویر د ملا اختر منصور له تصویر سره ورتوالی لري. د افغانستان د ملي امنیت ادارې هم پرون تایید کړه چې د طالبانو مشر ملا اختر منصور د امریکا له خوا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې په پاکستان کې وژل شوی دی.

دغه راز د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري هم د ملا اختر منصور مړینه تایید کړه او زیاته یې کړه چې پاکستان باید له طالبانو سره په جګړه کې جدی واوسی:

''زه تاسو ته ویلی شم چې د کویټې شورا په پاکستان کې ده، د پېښور شورا په پاکستان کې ده، د میرانشاه شورا په پاکستان کې ده، حقاني ډله په پاکستان کې ده، اسامه بن لادن په پاکستان کې و، ملا عمر په پاکستان کې و، همدا اوس تاسو وګورئ ملا منصور هم په پاکستان کې وژل شوی، نو ښه دا ده چې بالاخره پاکستان چمتو شي چې له افغانستان سره همکاري وکړي.''

د امریکا دفاع وزارت د مئ د ۲۱ نیټې په شپه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د طالبانو د مشر ملا اختر منصور د سپرلۍ موټر یې د ولسمشر باراک اوباما په امر په نښه کړی دی.