د کډوالو د هوکړې په تړاو اروپایي ټولنې ته د ترکیې ولسمشر خبرداری

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي اردوغان ویلي که اروپایي ټولنې د ترکیې پر اتباعو د ویزې محدودیت لرې نه کړي، د کډوالو هوکړه لیک د ترکیې پارلمان تصویب نه کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خبرداری ورکړی چې که د ترکیې وګړو ته له ویزې پرته اروپا ته د سفر کولو اجازه ورنه کړل شي، نو د ترکیې پارلمان به له اروپايي اتحادیې سره د کډوالو په برخه کې د شوې معاملې مخه ونیسي.

بله خوا اروپايي ټولنه وايي که ترکیه غواړي چې اتباع یې په اروپا کې له ویزې پرته سفر وکړي، نو ترکیه باید په دې برخه کې ټاکلي شرایط پوره کړې چې په هغو کې د ترهګرۍ ضد قانون کې بدلون هم شامل دی، خو انقرې دغه شرایط رد کړي دي.

ښاغلي اردوغان د مې په ۶مه ویلي و، هېواد به يې د ترهګرۍ پر ضد هغو قوانينو کې چې اروپايي ټولنه يې غواړي بدلون رانه ولي.

د ترکیې ولسمشر چې په استانبول کې یې د بشري مرستو په نړیواله سرمشریزه کې خبرې کولې وویل؛ د دوی وزیران به له خپلو اروپايي سیالانو سره د خپلې غوښتنې په اړه خبرې وکړي.

هغه وویل د شوې هوکړې له مخې ترکیه اړ ده چې د راتلونکې جون میاشتې له لومړۍ نېټې د کړو ژمنو عملی کول پیل کړي او په مقابل کې یې اروپایي ټولنه باید د جون میاشتې تر پایه د ویزې محدودیت لرې کولو لپاره ګام پورته کړی.

"زموږ وزیران به له خپلو اروپايي سیالانو سره خبرې وکړې، زموږ د بهرنیو چارو وزیر او د اروپايي اتحادیې وزیر به په دې اړه خبرې وکړي، که په دې خبرو کې کومه موافقه ونه شوه، نو په پارلمان کې به له اروپايي ټولنې سره د کډوالو په برخه کې شوې هوکړه تصویب نه شي."

د انځور حقوق Reuters
Image caption تېر کال له سوریې، افغانستان او ځینو افریقایي هېوادونو سلګونه زره کډوال په تېره بیا د ترکیې له لارې اروپا ته ورمات شول.

دا په داسې حال کې ده چې مخ په زیاتیدونکې نښې نښانې ښيي چې اروپايي ټولنه د ترکیې دې شرط ته غاړه نه ږدي.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل چې د دوشنبې په ورځ یې له ښاغلي اردوغان سره ولیدل وايي، ښايي کافي وخت نه وي چې د ترکیې غوښتنه ومنل شي.

په ورته وخت کې ښاغلي اردوغان ویلي چې اروپايي مشرانو خپلې کړې ژمنې نه دي پوره کړي.

"په هغو خبرو کې چې ښاغلي داود اوغلو کړې وې موافقه شوې وه چې [اروپایي ټولنه به د کډوالو لپاره] درې میلیارده اضافي یورو د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال لپاره [ترکیې ته] ورکوي خو تاسو تراوسه ترسره شویو چارو ته وګورئ، موږ وینو چې هغوی پر خپلو ژمنو وفا نه ده کړې."

ددې هوکړې له مخې، هغه کډوال چې ځان یونان ته رسوي، که د هغوی د پناه غوښتنه رد شي، بېرته ترکیې ته استول کېږي. ترکیې ته هر سوري کډوال د بېرته ستنولو په بدل کې بل سوري کډوال ته چې د ترکیې په کمپونو کې دېره وي، اروپایي هېوادونو کې د اوسېدو اسانتیا برابرېږي.

له دې سره په اروپايي هېوادونو کې د کډوالو شمېر په ډراماتیکه توګه لږ شوی دی.

ورته مطالب