پاکستان: د منصور وژل کېدل اوس هم نه شو تاییدولای

د انځور حقوق AP
Image caption چېري همدا وژل شوی کس د طالبانو مشر ملااختر منصور وي، نو دده له پاسپورټه ښکاري چې په دې ورستیو کې يې د ایران، افغانستان او يوشمېر نورو هېوادونو سفرونه کړي دي نثارعلي خان

پاکستان نن سه شنبه لاهم وايي د امریکا په ډرون برید کې د طالبانو د مشر ملا اخترمنصور وژنه نه شي تاييدولی. دا ځکه چې وايي د هغه د مړي نمونې ډي اين اې بېلګې یې د معایناتو لپاره لېږلې دي.

ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان د سه شنبه په ماښام په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې دغه څرګندونې وکړې.

چودري وویل، له امریکا، بهرنۍ نړۍ، کابل او د طالبانو د ځينو مشرانو لخوا ورته همداسې معلومات ورکړل شوي چې همدا وژل شوی کس ملا اختر محمد منصور دی، خو وايي پاکستان به يې تر هغه په رسمي توګه ونه مني چې يې له ساينسي او قانوني لارې بشپړه او کره معلومات ترلاسه کړي نه وي.

چودري نثار علي خان په دې خبري غونډه کې وویل که چېري همدا وژل شوی کس د طالبانو مشر ملااختر منصور وي، نو دده له پاسپورټه ښکاري چې په دې ورستیو کې يې د ایران، افغانستان او يوشمېر نورو هېوادونو سفرونه کړي دي. نوموړی وايي، ولې امریکا دی هلته نه په نښه کاوه، چې همدلته په پاکستان کې یې په نښه کړ.

د کورنیو چارو وزیر په دې خبري غونډه کې وویل، دوی د امریکا لخوا ددغه برید په سختو ټکو کې غندنه کوي او زیاتوي، د امریکا دا ډول بریدونه د پاکستان د خپلواکۍ پرضد عمل دی. چودري نثار د امریکا د هغه بیان هم غندنه وکړه چې ویلي يې وو، هغه طالبان چې پر امریکا بریدونه کوي، په هر ځای کې به يې په نښه کړي.

د چودري نثار په خبره د ملا اختر منصور کورنۍ ته يو نژدې کس د هغه د مړي وړلو ته راغلی، چې دوی ورڅخه د ډي این اې معایناتو لپاره بېلګې ترلاسه کړې او ډېر ژر به دا معلومه شي چې همدا وژل شوی کس ملااختر منصور دی او که نه.

په دې خبري غونډه کې د يوه خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې څه ډول انسانان په اور وسوځل شول ، خو شناختي کارډ او پاسپورټ لاهم خوندي پاتې دي، چودري نثار علي خان په ځواب کې وویل، ده ته هم دا معلومات نه شته چې څه ډول دغه دوه شیان خوندي پاتې شول.

د انځور حقوق AP
Image caption د امریکا دا ډول بریدونه د پاکستان د خپلواکۍ پرضد عمل دی نثارعلی خان

خو په خبره يې اړونده چارواکو ته يې امر کړی چې په دې لړ کې دي بشپړې پلټنې وکړي او دا دې معلومه کړې چې ایا په رښتیا هم دا شناختي کارډ او پاسپورټ له موټره تر لاسه شوي او که کوم چا ددې خبر د ردولو لپاره همدا پاسپورټ او شناختي کارډ هلته له موټر سره نژدې غورځولي.

چودري نثار علي خان په همدې خبري غونډه کې د امریکا هغه بیان هم رد کړی چې ويلي يې وو د طالبانو دا مشر ملااختر منصور له افغان دولت سره د خبرو مخالف و.

د چودري په خبره که چېرې منصور د خبرو پر ضد وای نو ولې بیا په مري کې د افغان طالبانو او افغان دولت تر منځ مخامخ خبرې کېدې، ځکه چې هغه وخت هم ملا اختر منصور ددوی مشر و.

چودري نثار وویل د ولي محمد په نامه د کوم کس پاکستانی شناختي کارډ او پاسپورټ چې د پېښې له ځایه ترلاسه شوي هغه تر برید وروسته دواړه له موټره بهر او لرې پراته موندل شوي.

د ده په خبره يې غالب ګومان همدا دی چې ددغه پاسپورټ او شناختي کارډ درلودونکی په همدې برید کې وژل شوی دی.

نثار زیاته کړه د ولي محمد په نامه ددغه کس شناختي کارډ يې څو مياشتې وړاندې له زرګونو نورو شناختي کارډونو سره بلاک کړی و، ځکه چې پرې شک کېده چې دا افغان دی او په غیرقانوني توګه يې د پاکستان پېژندپاڼه ترلاسه کړې ده.

که څه هم په دې وروستيو کې د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز منلې وه چې ددوی پر افغان طالبانو نفوذ شته، خو د کورنیو چارو وزیر نن په دې خبري غونډه کې بیا دا خبره رد کړه او زیاته يې کړه طالبان ازاد او د خپلې خوښي څښتنان دي.