د ایران سفیر: د طالبانو 'پالونکي نور هېوادونه' دي، موږ نه یوو

د انځور حقوق PID
Image caption اسلام اباد کې د ایران سفیر ونه ویل چې دده په خبره، "د طالبانو پالونکي او روزونکي نور هېوادونه" کوم دي.

په پاکستان کې د ایران سفیر مهدي هنردوست وايي، د طالبانو پالونکي او روزونکي "نور هیوادونه" دي، ایران کله هم داسې نه دي کړي او نه يې کوي.

هنردوست نن د جمعې په ورځ (جوزا/ غبرګولي ۷مه) په اسلام اباد کې په يوه غونډه کې د خبرو پرمهال ټینګار وکړ چې ایران له طالبانو سره هېڅ ډول اړیکه نه لري.

خو ښاغلي هنردوست ونه ویل چې دده په خبره، "د طالبانو پالونکي او روزونکي نور هېوادونه" کوم دي.

هغه راپورونو هم رد کړل چې ګواکې د طالبانو وژل شوی مشر ملا اختر منصور له ایرانه د پاکستان خاورې بلوچستان ایالت ته اوښتی و چې ووژل شو.

هغه وویل، "ایران د ترهګرو ترمنځ هيڅ توپیر نه کوي او د هر ډول ترهګرو پرضد دی."

د ایران سفیر دا خبرې تر هغه وروسته کوي چې تېره شنبه د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د يوه امريکايي بې پیلوټه الوتکې برید کې د طالبانو مشر ملا اختر منصور ووژل شو.

پاکستان ویلي، ملا اختر منصور ددغه هیواد جعلي اسناد لرل او له ایرانه پاکستان ته اوښتی و، خو ایران دا ردوي.

په اسلام اباد کې د ایران سفیر وویل، ایران د ملا اختر منصور په څېر د هیڅ یوه کس هم ملاتړ نه کوي، خود دا چې د ایران او پاکستان ترمنځ اوږده پوله ده کېدای شي ځيني وسله وال پر پوله اوښتي راوښتي وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تایید کړې چې ملا منصور د "جهادي چارو" ترسره کولو لپاره ایران ته سفر کړی و. خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ایران ته هغه سفر رد کړ.

د ایران سفیر د دواړو هیوادونو ترمنځ پر پوله د وګړو د تګ راتګ د څارنې سیسټم پر پیاوړي کولو ټینګار وکړ.

تردې وړاندې پاکستان اسلام اباد ته د ایران ولسمشر حسن روحاني د سفر پرمهال په بلوچستان ایالت کې يې د هند څارګرې ادارې د یوه مامور د نیول کېدو راپورونه خپاره کړل چې ددوی په خبره ایرانی پاسپورټ او ایراني پیسې ورسره وې.

دې خبرو د اسلام اباد او تهران ترمنځ پر اړیکې یو څه سړې کړې.

هنردوست وایي، د هغه هیواد خاوره به کله هم د پاکستان ضد ونه کارېږي، خو زیاتوي د هند ددغه استخباراتي مامور د نیولو خبره باید بل ځای له ایراني چارواکو سره شریکه کړې وای، نه دا چې د ایراني ولسمشر د دورې پر وخت يې وکړه.

هغه وویل، د پاکستان دغه ګام د خواشینۍ وړ دی.

د انځور حقوق AP

د ایران سفیر همداراز په خپلو خبرو کې وویل، د چابهار او ګوادر بندرونو ترمنځ هيڅ مقابله نشته او د دواړو بندرونو له بریا سره په دواړو څنګلوري اسلامي هیوادونه پرمختګ کولی شي.

افغانستان، هند او ایران د چابهار بندر درې اړخیز تراسپورټي او ترانزیتي هوکړه لیک د جوزا/ غبرګولي په ۳مه د ایران په پلازمېنه تهران کې لاسليک کړ.

چابهار د هند په پانګونه جوړېږي او ورسره د پاکستان دغه رقیب هېواد وکولی شي چې د ایران او افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا بازارونو ته ورسیږي.

دغه پروژه افغانستان ته هم بهر ته د سوداګریزو مالونو لېږد را لېږد یوه نسبتاً اسانه بله لار پرانیزي او د پاکستان کراچۍ بندر یې تکیه کموي.

ورته مطالب