سرتاج عزیز: اوس پر افغان طالبانو د پاکستان 'اغېز پایته رسېږي'

د انځور حقوق AP

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي، پر افغان طالبانو يې مخکې څه اغیز و، خو اوس دا اغېز ختمېږي.

ښاغلي عزیز له بي بي سي سره په مرکه کې دا خبره رد کړه چې ګواکې طالبان د پاکستان تر کنټرول لاندې و، یا لاندې دي.

سرتاج عزيز د مارچ میاشتې په ۳مه واشنگټن ته د خپل سفر پرمهال په یوه وينا کې ويلي و چې د "طالبانو مشران او کورنۍ يې په پاکستان کې دي".

د طالبانو مشر ملا اختر منصور تر وژل کېدو وروسته د افغانستان سولې بهیر په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار وویل، دا د افغانستان پر کورني وضعیت پورې اړه لري، که د افغانستان امنيتي ځواکونه هلته ناامنۍ مهار کړای شي، نو طالبان اړ دي چې د خبرو مېز ته راشي."

خو ښاغلي عزیز وویل؛ د طالبانو د مشر ملا اختر منصور تر وژنې وروسته دا شونې نه ده چې د افغانستان د سولې بهیر دې یو وارې بیا ژر پېل شي، دا به وخت واخلي چې ملا هبت الله اخوندزاده د طالبانو د مشر په توګه په دوی کې ځان پیاوړی کړي.

سرتاج عزیز زیاته کړه؛ په دې وروستيو کې د افغانستان سولې بهیر په ټولو څلور اړخیزو غونډو کې ټول هیوادونه په دې موافق و چې د ستونزې حل لاره يواځې خبرې دي؛ ځکه له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې هلته نړیوالو ځواکونو د زور له لارې بریالي نشول.

سرتاج مخکې وویل، ددغو څلورواړو هیوادونو امریکا، چین، افغانستان او پاکستان له طالبانو سره او د هغوی له وړو، وړو جلا شویو ډلو سره لاهم اړیکه شته چې د افغانستان له دولت سره يې خبرو ته راولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار د امریکا ددې غوښتنې په ځواب کې چې د اسامه بن لادن په پېښه کې نیول شوی ډاکټر شکیل اپريدی دې خوشي شي وویل؛ "د شکیل اپريدي قضیه په محکمه کې ده، د برخلیک پرېکړه به يې هم عدالت کوي او په دې کې به د لاس وهنې مشوره هيڅوک نه ورکوي."

ښاغلي عزیز زیاته کړه، د ښاغلي اپرید په اړه د محکمې پرېکړه به ټولو ته څرګنده شي.

پر ډاکټر شکیل اپريدي تور دی چې ده په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن په موندلو کې د امریکا له استخباراتی ادارې (سي آی اې) سره مرسته کړې وه. هغه وروسته د پاکستان حکومت لخوا ونیول شو او اوس په زندان کې دی.

د امریکا ګانګرس په وار وار د ډاکټر شکیل اپريدي پر زنداني کېدو اندېښنه ښوولې او یو ځل بیا یې ویلي چې نوموړی باید خوشي شي.

ورته مطالب