داعش د سوريې پر مارع ښارګوټي بريد کړی

د انځور حقوق AP

د سوریې په شمال کې چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) اورپکي د یاغیانو له ولکې د مارع ښارګوټي د نیولو هڅه کوي، د سختې جګړې راپورونه ورکړل شوي دي.

ياد شوی ښار د دولت د مخالفو ياغيانو په ولکه کې دی.

د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډلې په وینا، د داعش ډلې ځواکونو له پنجشنبې راهيسې د دغه ښار د نيولو لپاره بريد پيل کړی او نن (شنبې ۲۸ مۍ) سهار وختي د ټانکونو او موټر بمونو په کارولو سر پر مارع ښارګوټي لوی بريد پيل کړ.

ويل کېږي شاوخوا ۱۵ زره ولسي وګړي په دغه سيمه کې اوسېږي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي تښتېدونکي ولسي وګړي د دواړو غاړو تر منځ په ډزو کې بند پاتې دي.

يادې شوې ادراې د هغو ۱۶۰ زرو بې ځايه شويو کسانو په حال هم اندېښنه ښودلې چې په دغه سيمه کې د جګړې سيمې ته نژدې پراته دي.

دغه بې ځايه شوي خلک د خوړو، اوبو او له لومړنيو روغتيايي سهولتونو په ترلاسه کولو کې له خورا ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د مارع ښارګوټی د بشار اسد د حکومت پر ضد د ياغيانو يو مهم مرکز ګڼل کېږي.

د شننونکو په وينا، داعش ډلې په سوريه او عراق کې مورچې له لاسه ورکړې دی، خو په مارع ښارګوټي کې جګړه د بريدونو لپاره د دغې ډلې د ځواک ښودنه کوي.

ورته مطالب