د اوکراین یوه پالنځي کې اور لګېدو ۱۷ کسان وژلي

د انځور حقوق mns.gov.ua
Image caption اور په دوه پړیزه ودانۍ کې لګېدلی.

د اوکراین پلازمېنې کییف ته څېرمه د پالنې په یوه کور کې اور لګېدو لږترلږه ۱۷ کسان وژلي دي. په دې پالنځي کې بوډا کسان ساتل کېدل.

اور د یکشنبې پر ګهیځ وختي په دوه پوړیزه ودانۍ کې بل شوی، چې ۳۵ کسان پکې ساتل کېدل.

د اوکراین د بېړنیو چارو وزارت ویلي: ''د بېړنیو خدمتونو څانګو ۱۸ کسان له اوره ژغورلي دي، پنځه سوځېدلي کسان روغتون ته وړل شوي دي''.

چارواکو د پېښې او اور لګېدو د لامل په اړه پلټنه پیل کړې ده.

د اوکراین لومړي وزیر ولادیمیر ګرویسمن ویلي، دا په هېواد کې یوه ډېره ''ناوړه پېښه'' ده.

نوموړی وايي، حکومت د وژل شویو کسانو له کورنیو سره په دې غم کې شریک دی.

د انځور حقوق mns.gov.ua

ورته مطالب