ایران سږ کال د "ستونزو" له کبله وګړي حج ته نه استوي

علي جنتي د انځور حقوق Mehr
Image caption د ایران د کلتور وزیر علي جنتي ویلي: ''ایرانیان به سږ کال حج ونه کړي، ځکه چې د سعودي چارواکو یې پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي''.

ایراني چارواکو هوډ کړی، چې سږ کال له سعودي عربستان له چارواکو سره د دیپلوماتیکې ترینګلتیا او اختلاف له کبله ایراني حاجیان سعودي عربستان ته وانه ستوي.

د ایران د کلتور وزیر علي جنتي ویلي: ''ایرانیان به سږ کال حج ونه کړي، ځکه چې د سعودي چارواکو یې پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي''.

نوموړی وايي: ''له پاموړ پایلو پرته له دووه پړاویزه خبرو وروسته، او د سعودي له خوا د ستونزو جوړولو له کبله ایرانیان سږ کال حج ته نه شي تللی''.

د ایران ''پرېس ټي وي'' ویلي، ایراني چارواکو په راتلونکې سپتمبر میاشت کې سعودي ته د حاجیانو د نه استتولو اعلان کړی، ځکه چې سعودیانو یې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي''.

خو په ریاض کې چارواکو د تهران ددغو څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د سعودي په خبري رسنیو کې راغلي، ایرانی پلاوی سعودي ته تللی، چې د ایراني وګړو لپاره د حج د مراسمو اجرآت منظم کړي، خو پرته له دې چې کومه هوکړه لاسلیک کړي، له ریاضه بېرته ستانه شوي دي.

خبري رسنۍ وايي، دا دویم ځل دی چې د ایراني حاجیانو د چارو په تړاو سعودي او ایران کومې څرګندې هوکړې ته په رسېدو کې پاتې راځي.

د ریاض او تهران ترمنځ اړیکي د تېر کال د حج له موسم راهیسې ترینګلي شوي، چې په ''منی'' کې د ټېل ماټېل له کبله تر زلو ډېر حاجیان وول شول، چې سلګونه یې ایرانیان وو.

د سعودي رسمي خبري اژانس ویلي: ''د ایران پلاوی د جمعې پر ګهیځ ایران ته د هوکړې له لاسلیکولو پرته ستون شو''.

خو د ایران ''ارنا'' رسمي خبري اژانس بیا د ایراني حاجیانو د چارو د سمبالوونکي چارواکي سعید اوحدي له خولې ویلي ''د یکشنبې له شپې وړاندې هوکړې ته رسېدل ممکن شوي دي''.

ریاض له تهران سره په تېره جنورۍ کې تهران کې د سعودي پر سفارت د غدۍ وروړلو له کبله خپل دیپلوماتیک اړیکي غوڅ کړل. دا اړیکي سعودي کې د شیعه ملا نمر باقر النمر تر اعدامېدا وروسته ډېر ترینګلي شول.

دې پېښې په سیمه کې د دغو دوو محافظه کارو هېوادونو ترمنځ اختلافونو رامنځ ته کولو ته لاره هواره کړه، همداشان، د سوریې یمن او په منځني ختیځ کې د روانې شخړې له کبله هم د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې راپورته شوې وې.

ورته مطالب