کراچۍ کې د چینايي انجنیر ګاډی د بمي برید ښکار شوی

د انځور حقوق EPA
Image caption پولیس وايي، چینايي انجنیر برسیرن ټپي شوی

د پاکستان کراچۍ ښار کې د یوې چاودنې پایله کې د یوه چینايي انجنیر په ګډون دوه کسان ټپیان شوي دي. ځايي پولیس وايي پېښه سټیل ټاون نومي سیمې ته نژدې د هغې لویې لارې اوږدو کې شوې، چې کراچۍ د پاکستان له نورو برخو سره نښلوي.

پولیس وايي د پېښې ځای کې یې یو کاغذ موندلی، چې په سندي ژبه پرې لیکل شوي ' د سند وسایلو غصب به و نه زغمل شي.'

ځايي پولیسو افسر انور راو وايي بم د سړک څنډې ته شنیلي کې ځای پر ځای شوی و او کله چې د انجنیر ګاډي ورنژدې شو، د ریموټ کنترول په وسیله وچوول شو.

د انځور حقوق EPA
Image caption د پولیسو په وینا د چاودنې لپاره نژدې نیمه کیلو باروت کارول شوی

پولیس وايي انجنیر او د ګاډي چلوونکی یې برسیرن ټپیان دي. د یاد پولیس افسر په خبره پېښه کې د جیې سند سازمان شفیع برفت نومي ډله ښکېله ده، چې په وینا یې دغې ډلې تېر کې هم د اورګاډي پټلۍ د بمي چاودنو له لارې ویجاړې کړې دي. خو سند متحده محاذ د نوموړي افسر څرګندونې رد کړې دي. یوه اعلامیه کې د دغه سازمان عمومي منشي سجاد شر وايي دوی سیاسي فعالیت کوي او په خبره یې د سند دښمنانو مخه د سیاسي احتجاج له لارې نیول کېدای شي.

له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویلي و، جیې سند محاذ چې بندیزونه پرې لګیدلي، د چین خلاف احتجاج کولو هوډ لري. دغه سازمان د چین او پاکستان ګډ اقتصادي دهلیز نومي پروژې پر ضد احتجاج اعلان کړی.

د دغې لویې لارې یوه برخه له سنده تېریږي. دغه اعلان د تحریک موسس جي ایم سید د ۲۱ تلین په مناسبت غونډې کې اعلان شو. غونډې کې د سازمان فراري مشر شفیع برفت په یوه غږیز پیغام کې وویل شول، چې: ' د بلوڅو او سند پر سمندر به د چین ولکه و نه زغمل شي. '

د انځور حقوق AFP
Image caption بیلتون پالي په سند او بلوچستان کې له ځینو پروژو سره مخالفت کوي

د کورنیو چارو وزارت یوه کارکونکي په وینا پاکستان کې د چین سفیر ویلي، هېواد کې یې پر ټولنیزو رسنیو خپور شوي هغه تصویر ته په ښه سترګه نه کتل کېږي، چې پاکستان کې د چین خلاف مظاهره کونکي پکې لیدل کېږي.

چینايي تخنیکي کارکونکي دا مهال په سند کې د یو شمېر پروژو چاري پر مخ بیايي.

مخکې د یوه داسې ۲۰۰ کسیز ځواک رامنځته کولو پرېکړه هم شوې، چې سند کې به د چینايي کارکونکو او هغو پروژو ساتنه کوي، چې دغه کارکونکي پکې په دندو بوخت دي.