د بلوچستان برید خلاف د پاکستان مذهبي ګوندونو احتجاج

د انځور حقوق Getty
Image caption د پاکستان د دفاع دغې شورا هغه ډرون برید چې پکې د طالبانو مشر مولا اختر منصور وژل شوی و، پر پاکستان برید بللی

د پاکستان د يو شمېر مذهبي ګوندونو شورا چې ځان ته د پاکستان د دفاع شورا وايي، په بلوچستان کې د تېري شنبې ورځې امريکايي ډرون برید په سختو ټکیو غندلی او ددغه برید پر ضد يې بیا هم د جون پر پنځمه نېټه اسلام اباد کې د احتجاجي غونډې اعلان کړی.

د دفاع پاکستان شورا دغه غونډه د جمعیت علماء اسلام ( س ) د مشر مولانا سميع الحق په مشرۍ کې وشوه.

دغې شورا په بلوچستان کې هغه امريکايي ډرون برید چې پکې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور وژل شوی و، پر پاکستان برید بللی او د پاکستان له حکومته يې غوښتنه کړې' که په راتلونکې کې امريکا ورته بریدونه کوي، بې پېلوټه الوتکې دي يې راوغورځوي.'

په دغه شورا کې د جمعیت علماء اسلام سمیع الحق، جماعت اسلامي، جماعت الدعوه، اهل سنت والجماعت، عوامي مسلم لیګ او يو شمېر نورو مذهبي اوسیاسي ګوندونو استازو ګډون درلود او ټولو ګډونوالو په بلوچستان کې دغه امریکايي ډرون برید د پاکستان او چين تر منځ د نوې لویې لارې پرضد ګام وباله.

د دوی په خبره د امریکا په ګډون ځينې ګاونډي هېوادونه نه غواړي چې دغه پروژه بریالۍ شي.

له غونډې وروسته له بي بي سي سره په خبرو کې ددغې شورا مشر مولانا سمیع الحق وویل، 'د ملا اختر منصور له وژنې سره د طالبانو او افغان دولت تر منځ خبرې اترې اوس ناشونې دي، ځکه چې دده په خبره ملا اختر منصور غوښتل له افغان دولت سره خبرې وکړې، خو په خبره يې امريکا نه غوښتل چې دغه خبرې بریالۍ شي.'

دغې شورا له حکومته غوښتنه وکړه چې امريکا او ملګري يې د پاکستان او چین تر منځ د اقتصادي لارې پروژه نابریالۍ کول غواړي او ددې د مخنيوي لپاره دي په حکومتي کچه ګامونه پورته کړل شي.

دفاع پاکستان شورا له يو شمېر مذهبي سیاسي ګوندونو جوړه ده چې تل يې د هند، امريکا او غربي نړۍ پر ضد احتجاجونه کړي او په بلوچستان کې د طالبانو د مشر ملا اختر منصور تر وژنې وروسته یو ځل بیا فعاله شوه.