واشنګټن پوسټ: امریکا کې د ګوریلا بیزو وژنې د خلکو غوسه پارولې

واشنګټن پوسټ:

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي؛ د امریکا د اوهایو په ایالت کې په یوه ژوبڼ کې د یوه ګوریلا بیزو وژنې د خلکو غوسه پارولې ده. د سنسناټي په نامه دغه ژوبڼ کې ګوریلا هله په ډوزو وژل شو چې د یوې مور درې کلن ماشومان ترې له بره نه وښوید او د ګوریلا سرخلاصي ځای ته ولوید.

ګوریلا ماشوم له پښې نیولې یوې او بلې خوا ته په اوبو کې ځان سره کاش کاوه چې د ژوبڼ چارواکو پرېکړه وکړه چې د ماشوم د ژغورنې په خاطر ګوریلا ووژني.

ورځپاڼه لیکي چې اوس د دغه ۱۷ کلن ګوریلا لپاره چې حرامبي نومیده پر ټولنیزو شبکو کمپاین پیل شوی او کمپاین کوونکي وايي د ماشوم مور او پلار باید محاکمه شي چې ولې یې د خپل ماشوم ساتنه سمه ونه کړه او هغه د ګوریلا سرخلاصي کوټې ته ولوید.

واشنګټن پوسټ لیکي؛ په ډېرو هېوادونو کې خلکو د ګوریلا د ویشتلو له امله غوسه څرګنده کړې خو د ژوبڼ چارواکي وايي که د ګوریلا د بې هوښه کولو هڅه یې کړې وای نو دې کار وخت نیوه او کېدای شوای چې ګوریلا ماشوم ته زیان اړولی وای.

ډان:

د پاکستان ډان ورځپاڼې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه خبره چې وايي؛ د ماشومانو زیږون مخنیوی د مسلمانانو لپاره نه دی، د یوه مطلب د سرلیک په توګه راخیستی او لیکي؛ د ترکیې ولسمشر د دوشنبې په ورځ استانبول کې ددې لپاره چې کورنۍ د ډېرو ماشومانو زیږولو ته هڅولې وي، وویل د ماشومانو د زیږېدو مخنیوی د مسلمانو کورنیو لپاره نه دی. ورځپاڼه لیکي؛ د ښاغلي اردوغان دې خبرې د ښځو د حقونو فعالانې غوسه کړي دي.

ډان زیاتوي؛ اردوغان وویل، دا د میندو مسوولیت دی چې ترکیه کې د نفوسو وده باوري کړي چې په دې وروستیو کلونو کې یو اعشاریه درې سلنه ده. ورځپاڼه د اردوغان په حواله زیاتوي، هسې چې خدای او د هغه پیغمبر لارښونه کړې باید کورنۍ د ماشومانو د زیږون مخنیوي ونه کړي او له میندو یې غوښتنه وکړه چې د ترکیې د نفوس د ډېرولو لپاره ډېر ماشومان وزیږوي.

خپله اردوغان او میرمن یې دوه زامن او دوه لورګانې لري.

ګارډین:

بریتانیا کې چاپیدونکې ګارډین ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي هغه ادعاوې چې وايي، پر تګ راتګ د نه محدویت له امله د اروپا له نورو هېوادونو به ګڼ شمېر کډوال بریتانیا ته راشي ناسمې بلل شوې دي.

ورځپاڼه کاږي، په یوه نوي ریپوټ کې له اروپا سره د بریتانیا د پاتې کېدو کمپاین کوونکو د کډوالو د څار ادارې لخوا هغه ادعا سمه بللې چې وايي له ۲۰۲۰ کال وروسته به پنځه سوه زره هغه کډوال چې په جرمني، ایټالیا او یونان کې پناه ورکړل شوې د اروپايي اسنادو له ترلاسه کولو وروسته ښايي بریتانیا ته کډه شي.

ګارډین د کارپوهانو له خولې لیکي؛ که داسې وشي چې په نورو هېوادونو کې د اسناد له ترلاسه کولو وروسته کډوال بریتانیا ته د اوسیدو لپاره راشي نو دا به د کډوالۍ په برخه کې پر بریتانیا فشار چې وار لهمخه ډېر دی، لا ډېر کړي. ورځپاڼه لیکي چې شاخوا یو ملیون کډوالو ته په ۲۰۱۵ کال کې او د ۲۰۱۶ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په نورو اروپايي هېوادونو کې پناه ورکړل شوې ده.

ګارډین په یوه بل مطلب کې لیکي، د دوو مشهور امریکايي غرختونکو مړي له مرګه ۱۶ کاله وروسته د چین په تبت کې د نړۍ په لوړو غرونو کې موندل شوي او دوی ته د احترام په خاطر موندونکو غرختونکو لاس نه دی وروړی.

الکس لویې او ډیویډ برج په ۱۹۹۹ کال کې د واورې د ښویدو له امله مړه شوې وو. ورځپاڼه لیکي چې اوس د دوی مړي یوه سویسي او جرمني غرختوونکي موندلي او ویلي یې دي چې ددغو مشهورو امریکايي غرختونکو مړي له یو بله د دوو مترو په فاصله کې په واورو کې پوښل شوي وو او دوی هماغسې یې چې موندلي وو هماغسې پریښې لاس یې نه دی وروړی.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه افغان ځوان پر ژوند یوه لیکنه خپره کړې. ورځپاڼه لیکي؛ احمد په دې وروستیو کې له ترکیې نه بیرته افغانستان ته واستول شو، اوس دی د کابل ښار په لویدیځه څنډه کې پل سوخته لاندې اوسیږي، هغه چټل ځای کې چې په نشه یې توکو ګڼ روږدي کسان په کې راټوليږي او دغلته ژوند کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، د احمد په څېر د افغانستان ګڼ شمېر اتباعو خپل ټول ملکیتونه په دې هیلې پلورلي وو چې اروپايي هېوادونو ته به لاړ شي او هلته به ښه ژوند ولري، خو ځینو هغو سره چې قسمت یارې نه ده کړې او بیرته افغانستان ته ستانه کړای شوي د احمد په څیر په نشه يي توکو روږدي شوي او د نشې لپاره غلاوې او سوالګري کوي.

احمد نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي؛ په پل سوخته کې د اوسیدونکو نشه یانو شاخوا نیمايي هغه ځوانان دي چې په وروستیو کې اروپايي هېوادونو ته یې د تګ هڅه کړې خو بیرته ستانه کړای شوي دي.

نیویارک ټایمز د اروپايي شمېرو له مخې لیکي؛ په ۲۰۱۵ کال کې ۱۷۸ زرو افغانانو په اروپا کې د پناه اخیستو عریضې وکړې چې دا د اوړم کال په پرتله څلور برابره لوړه شمېره ده.