په ټنډولکر او لتا د هندي مسخره وېډیو لانجه جوړه کړې

سچن ټنډولکر په هند کې ګڼ مینه وال لري. د انځور حقوق
Image caption سچن ټنډولکر په هند کې ګڼ مینه وال لري.

هندي پولیسو یو هندی مسخره وروسته له هغه ونیو، چې ددغه هېواد د کریکټ نړۍ پر پیاوړي لوبغاړي سچن ټنډولکر او نامتو سندرغاړي لتا منګشکر یې په یوه وېډیو کې ملنډې وهلې دي.

تنمي بټ په خپره کړې وېډیو د هند ملتپالو ګوندونو توند غبرګون ښودلی او پولیسو ته یې شکایت کړی دی.

هندي پولیسو ویلي، دوی به د قانون په چوکاټ کې بټ ته د سزا ورکولو هڅه وکړي، خو نور یې څه نه دي ویلي.

تنمي بټ پخپله وېډیو کې د لتا منګشکر په اړه ویلي، دا اغلې ۵ زره کلنه ده، خو مخ یې داسې ښکاري لکه اته ورځې چې په اوبو کې ساتل شوې وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption تنمي بټ پخپله وېډیو کې د لتا منګشکر په اړه ویلي، دا اغلې ۵ زره کلنه ده، خو مخ یې داسې ښکاري لکه اته ورځې چې په اوبو کې ساتل شوې وي.

د یادې وېډیو په اړه اوس هم په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه روان دي.

د انځور حقوق
Image caption د یادې وېډیو په اړه اوس هم په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه روان دي.
د انځور حقوق
د انځور حقوق Tanmay Bhat
Image caption تنمي بټ پوهېده چې دا وېډیو به یې کوم ډول غبرګونونه راوپاروي

ورته مطالب