د پاکستان د لومړي وزير د زړه "کامياب" عمليات ترسره شول

د انځور حقوق bbc
Image caption نواز شريف له عملياتو يوه ورځ وړاندې لندن څخه دويديويي تماس له لارې د کابينې د غونډې مشري وکړه.

د پاکستان فدرالي وزير، عابد شير ويلي دي " د لومړي وزير نواز شريف د زړه عمليات په بريالي ډول ترسره شول.

په لندن کې له عملياتو وروسته بي بي سي سره خبرو کې عابد شير علي د عملياتو په اړه نور تفصيل ورنه کړ خو دې پوښتنې ته ترهغې چې نواز شريف په بشپړه توگه جوړيږي حکومتي چارې به څوک پر مخ وړي هغۀ وويل " ښاغلى شريف به خپله حکومتي چارې پر مخ وړي".

د نوموړي عمليات په لندن کې يو شخصي روغتون کى ترسره شوى. حکومت په بشپړه توگه د روغتون د نوم د نه ښودلو پرېکړه کړې.

چارواکي وايي ددې لپاره د روغتون نوم پټ ساتل شوى دى چې " د نواز شريف لوى شمېر مينه وال د روغتون مخې ته راغونډ نه شي او په دې ډول نورو ناروغانو ته د ستونزو پيدا کېدو مخنيوى وشي."

د نورو نه علاوه د پنجاب اعلى وزير شهباز شريف، د هغۀ زوى حسين نواز نوموړي سره په لندن کې دي.

ښاغلي شريف پرون د ويډيويي تماس له لارې د پاکستان د کابينې د غونډې مشري وکړه.