'پاکستان د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو هڅه کوي'

د انځور حقوق Getty
Image caption د ولسمشر په خبره پاکستان له ټولو څنګلوریو او اسلامي هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي او تل يې ددې لپاره کار کړی.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د چارشنبې په ورځ د پارلمان ګډې غونډې ته وویل، پاکستان پخپل ګاونډي افغانستان کې تلپاتې سوله غواړي، ځکه چې همدا د پاکستان په ګټه کې ده.

ممنون حسین په خپله وینا کې وویل پاکستان د همدې لپاره چې په افغانستان کې سوله او ټيکاو راشي، له نوي افغان حکومت سره يې له لومړۍ ورځې ښې اړيکې پيل کړې او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره هلې ځلې کوي.

د پاکستاني ولسمشر په وینا، په افغانستان کې سوله یوازې د پاکستان نه بلکې د ټولې نقشې په ګټه ده او ځکه بیا بیا هلته د شخړو د هواري لپاره پر خبرو اترو زور ورکوي.

د ولسمشر په خبره پاکستان له ټولو څنګلوریو او اسلامي هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي او تل يې ددې لپاره کار کړی.

د پاکستان ولسمشر په داسې وخت کې د پارلمان ګډې غونډې ته وینا وکړه، چې د 'مسلم لیګ' نواز ډلې د حکومت درې کاله پوره شول، که څه هم پارلمان ته د نوموړي د وینا پر وخت د هېواد ډېری لوی سیاستوال، ددغه هېواد د پوځ مشر جنرال راحیل شریف او نورو لوړپوړو امنيتي چارواکو ګډون درلود خو ددغه هېواد لومړی وزیر او د 'مسلم لیګ' (ن) مشر نواز شریف د زړه د عملياتو له امله د لندن په یوه شخصي روغتون کې بستر دی او په دې غونډه کې يې ګډون نه درلود.

ددغه هېواد د څلور واړو ایالتونو اعلی وزیرانو او په پاکستان کې د بېلو هېوادونو سفیرانو هم د پارلمان په دغه ګډه غونډه کې برخه لرله.

ولسمشر د ترهګرۍ ضد جګړه کې ددغه هېواد د ځواکونو قربانۍ وستایلې او هیله يې وښوده چې امنيتي ځواکونه به يې د هېواد د ساتنې لپاره همداسې قربانۍ ورکوي.

د اوسني حکومت ناکامۍ

د انځور حقوق AP
Image caption د پاکستاني ولسمشر پارلمان ته دا وينا په داسې وخت کې وشوه چې په دغه هېواد کې د اپوزیسیون ګوندونه د لومړي وزیر نواز شریف ضد احتجاجونه کوي

د پاکستان پارلمان کې د اپوزيسيون ګوندونو مشر سید خورشيد شاه تردې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، د پاکستان د ولسمشر وینا به په زغم اوري او هیله کوي چې ولسمشر به د اوسني حکومت ناکامۍ پارلمان ته په ګوته کړي.

د پاکستاني ولسمشر پارلمان ته دا وينا په داسې وخت کې وشوه چې په دغه هېواد کې د اپوزیسیون ګوندونه د لومړي وزیر نواز شریف ضد احتجاجونه کوي او له هغه غوښتنه کوي چې تر هغه دې له دندې ګوښه شي تر کومه چې د 'پاناما' د ډاګیزو شویو اسنادو په اړه خپلواک کمیسيون څېړنه ترسره کوي.

له پانامانه په ډاګیزو شوو اسنادو کې ادعا شوې وه چې د ښاغلي نواز شریف دوو زامنو (حسن نواز او حسین نواز) او یوې لور مریم نواز له هېواده بهر د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت خپلې شمتنۍ پټې ساتلې دي.

ورته مطالب