د پاریس مټرو کارکوونکي هم د اورګاډي کارګرانو اعتصاب کې ورګډ شول

د انځور حقوق AFP

د پاریس مټرو او د ښار څېرمه سیمو د اورګاډي شبکې کارکوونکي نن د فرانسې اورګاډي شرکت کارګرانو له اعتصاب سره یوځای شول.

دا پر داسې مهال کېږي چې د اروپا ملتونو جام لوبو ته یواځې یوه اونۍ پاتې ده.

ټاکل شوې نن د فرانسې لنګرونو کارګران هم د اعتراض په توګه له کاره لاس واخلي.

په فرانسې کې سراسري اعتصاب د دې هېواد د ولسمشر لخوا د کار قانون کې د بدلونونو له امله راټوکېدلی.

ښاغلي اولاند ټینګار کړی چې له وړاندیز شویو اصلاحاتو به شاته نه شي.

دې اصلاحاتو سره، ګومارونکو ته د کاري ځواک جذبول اسانه کېږي، خو هغوی به همداراز وتوانېږي په اسانۍ سره خپل کارګران له دندې لرې کړي.

د دولت لخوا وړاندیز شوي اصلاحات د فرانسې پارلمان تایید کړې او ټاکل شوې چې روانه میاشت کې د سنا مجلس لخوا هم تایید شي.

د فرانسې پخواني ولسمشر او د اوسني دولت مخالف نیکولای سارکوزي ښاغلی اولاند تورن کړی چې له "لومړي سره" یې دې کړکېچ سره په "تېروتنې" عمل کړی.

ورته مطالب