م.م يمن کې د عربستان په مشرۍ ايتلاف تور نوملړ کې شامل کړ

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د عربستان په مشرۍ یمن کې پر پوځي ایتلاف سختې نیوکې سره هغه د ماشومانو پر وژلو تورن کړی او ویلي یې دي چې دا ایتلاف د هغو ځواکونو تور نوملړ ته ورزیات شوی چې جګړه کې د ماشومانو حقونه له پامه غورځوي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي د پنجشنبې په ورځ (جون ۲مه) د یوه راپور په خپرولو سره وویل، د عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن کې په تېر یوه کال د ۶۰ سلنه وژل شویو ماشومانو د وژنې مسوول دی.

راپور زیاتوي، ددې ایتلاف په بریدونو کې ۵۱۰ ماشومان وژل شوي او ۶۶۷ نور ټپیان شوي دي.

همداراز یمن کې پر ښوونځیو او روغتونونو د شویو بریدونو نیمایي برخې پړه د عربستان په مشرۍ پر ایتلاف وراچول شوې.

د رویټرز د رپوټ له مخې، ملګرو ملتونو کې د عربستان استازي دفتر لا ددې راپور په اړه غبرګون نه دی ښوولی.

ښاغلي بان همداراز ټینګار کړی چې "(یمن کې) د جګړو له زیاتولي او پراخوالي سره، د ماشومانو پروړاندې تاوتریخوالی په وېروونکي توګه ډېر شوی. د حوثي او انصارالله ډلو وسله وال د عربستان په مشرۍ ایتلاف ترڅنګ دوه ډلې وې چې پر ښوونځيو او روغتونونو اکثره بریدونه یې کړي."

د انځور حقوق SALEH ALOBEIDI AFP

حوثي اورپکي، د یمن دولتي ځواکونه او ددې هېواد د دولت ملاتړي ملیشې پنځه کاله وړاندې د یمن په جګړه کې د ماشومانو حقونو نقض کوونکو نوملړ ته ورزیات شوي و. د یمن القاعده هم په همدې لست کې ده.

د عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف له تېر کال راهیسې پر حوثي یاغیانو او د یمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ته وفادارو ځواکونو باندې خپل بریدونه پیل کړل.

حوثي ملیشې چې ویل کېږي ایران یې ملاتړ کوي، له تېر کال راهیسې د سوېل پر لور په پرمختګ سره وکولی شول ددې هېواد مهمې برخې، لکه پلازمېنه صنعا ونیسي او د یمن قانوني ولسمشر عبدربه منصور هادي اړ کړي چې عربستان ته وتښتي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې د یمن جګړه کې ښکېلو خواوو نوم راتلو سربېره، په دې تور لست کې د نورو پوځي ځواکونو یادونه هم شوې ده؛ د کنګو، افغانستان، سومالیا، مرکزي افریقا، عراق، مالي، میانمار، سوډان، سوېلي سوډان، کلمبیا، نیجریا، فلیپین او سوریه کې پوځي ځواکونه.

په دې راپور کې کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هوایي برید نړیوالو ځواکونو ته منسوب شوی او له همدې امله د امریکا متحده ایالتونو نوم دې تور نوملړ ته نه دی اچول شوی.

ورته مطالب