هېواد پېژندنه: ايران

ایران په ۱۹۷۹ کال کې هغه مهال اسلامي جمهوریت اعلان شو چې په دې هېواد کې شاهي نظام ړنګ شو او د ایت الله روح الله خمیني په مشرۍ روحانیون سیاسي واک ته ورسېدل.

د ایران انقلاب په دې هېواد کې شاهي واک ته د پای ټکی کېښود، هغه نظام چې د پرمختګ او غربیتوب پروګرام له لارې یې د مخالفینو په سختو ځپلو سره غښتلي مذهبي، سیاسي او محبوب ځواکونه له ځانه بیګانه کړل.

ایران چې تر ۱۹۳۵میلادي کال وړاندې فارس بلل کېده، د لرغونې نړۍ له لویو امپراتوریو و او دې هېواد د اوږدې مودې لپاره د خپلې ژبې په ساتنې سره او د اسلام شیعه تفسیر په پیروۍ په اسلامي نړۍ کې خپل فرهنګي هویت ساتلی دی.

معلومات

د ایران اسلامي جمهوریت

پلازمېنه: تهران

  • نفوس: ۷۵ ميليونه

  • پراخوالی: ۱،۶۵ کيلومتره مربع

  • ژبه: فارسي

  • دين: اسلام

  • د ژونل اټکل: نارينه ۷۱، ښځينه ۷۴

  • پيسه: ريال

Getty Images

مشران

مذهبي ستر مشر: ایت الله علي خامنه ای

مذهبي ستر مشر – د هېواد تر ټولو لوړ واک لرونکی – د قضا، پوځ او رسنیو مشران ټاکي. دی همداراز د ولسمشر ټاکل کېدل تاییدوي.

ایت الله خامنه اي د ۱۹۸۹ کال په جون کې د ایت الله خمیني ځای ناستی شو او د ټول عمر لپاره پر دې څوکۍ وټاکل شو. نوموړي تر دې وړاندې نوییمه لسیزه (۱۹۸۰-۱۹۹۰) کې د دوو پرله پسې دورو لپاره د ایران ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د ۱۹۷۹ کال انقلاب راوروسته سخت محافظه کار روحاني د ایران مشري کوي.

د انځور حقوق GETTY IMAGES
ولسمشر: حسن روحاني

حسن روحاني د ۲۰۱۳ کال په جون میاشت کې په ټاکنو کې د څه د پاسه ۵۰ سلنه رایو په ګتلو د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

دا دیني عالم چې منځلاری مذهبي بلل کېږي، د اصلاح غوښتونکو ملاتړ خپل کړ. دی وایي، غواړي ایران د "اعتدال" خوا ته بوځي او په ټاکنو کې د ده یوه لويه ژمنه دا وه چې هڅه کوي نړیوال فلج کوونکي بندیزونه راکم کړي چې پر ایران د اټومي پروګرام له امله لګول شوي. دا بندیزونه د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې لرې شول.

ایران کې د نفوذ او واک لپاره مبارزه په رسنیو کې کېږي.

رسنۍ

د انځور حقوق GETTY IMAGES

د ایران له خاورې خپرېدونکې ټولې رسنۍ د دولت لخوا کنټرولېږي او یواځې رسمي ایډیالوژي خپروي کوي. ډېره برخه نظرونه ښایي په انلاین ډول یا هم په چاپي رسنیو کې وموندل شي.

همداراز، ډېری اصلاح پلوي رسنیز بنسټونه تړل شوي، لیکوالان او ایډیټران یې زندان ته اچول شوي. د رسنیزې ازادۍ مدافعینو لخوا ایران په نړۍ کې د خبریالانو لپاره "د پنځو زندانونو" له ډلې بلل شوی دی.

د انځور حقوق GETTY IMAGES

مهمې تاريخي پېښې:

۱۷۹۴: محمد خان قاجار واک ته ورسېد او د قاجار کورنۍ بنسټ یې کېښود.

۱۹۲۱: پوځي قومندان رضا خان واک ترلاسه کړ چې وروسته پرې د رضا شاه پهلوي په نوم تاج کېښودل شو.

۱۹۴۱: د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال بریتانیا او روسیې ایران اشغال کړ.

۱۹۵۳: د ایران پارلمان لخوا د نفتو صنعت تر ملي اعلانېدو وروسته چې ترډېره د بریتانیا اړوند و، د بریتانیا او امریکا استخباراتو لخوا مهندسي شوې کودتا. شاه چې تبعید شوی و، بېرته ایران ته وګرځېد.

۱۹۷۹: د ایران انقلاب شاه وپرځاوه.

۱۹۸۰ – ۱۹۸۸: د ایران – عراق جګړه

۲۰۰۲: د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جورج ډبلیو بوش ایران، عراق او شمالي کوریا د "شر محور" وبلل.

۲۰۰۴: امریکا وویل چې د ایران اټومي پروګرام پراخېدونکی ګواښ دی او د نړیوالو بندیزونو غوښتنه یې وکړه.

۲۰۱۶: وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو اټومي څارونکو او د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس تایید کړه چې تهران د اټومي فعالیتونو کمولو لپاره پر خپلو ژمنو عمل کړی، نړیوال اقتصادي بندیزونه لرې شول.

د انځور حقوق GETTY IMAGES