'پاکستان د افغان طالبانو خلاف اړین پوځي عملیات نه دي کړي'

د انځور حقوق epa
Image caption راپور کې ويل شوي افغانستان کې یو شمېر بريدونه پاکستان کې د وسلوالو پټنځاېونو کې ترتیب شوي وو

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان تور پورې کړی، چې ګواکې د لشکر طیبه، جیش محمد او حقاني شبکې په څېر سخت دریځو ډلو خلاف اړین پوځي عملیات نه کوي.

دوی دغه راز ایران له ترهګرۍ سره تر ټولو ډېر مرسته کونکی هېواد بللی. نړۍ کې د ترهګرۍ په اړه خپاره شوي کلنیز رپوټ کې د یاد وزارت لخوا ویل شوي، چې د ۲۰۱۴ پرتله په ۲۰۱۵ کې د ترهګرۍ پېښو کې ۱۳ سلنه لږوالی راغلی، خو وايي، د ترهګرۍ په خطر کې لږوالی نه دی راغلی.

رپوټ زیاتوي سویلي اسیا اوس هم د ترهګرۍ خلاف جګړه کې لومړی ځای لري. په راپور کې دا هم راغلي، چې د پاکستاني طالبانو خلاف پوځي عمليات شوي دي، خو د افغان طالبانو او حقاني شبکې خلاف هغسې چې اړین وو، پوځي عملیات نه دي شوي.

په راپور کې دا هم ويلي شوي، چې پاکستان د خبرو لپاره د افغان طالبانو او حقاني شبکې راضي کولو هڅه کړې.

د انځور حقوق AP
Image caption رپوټ کې ویل شوي، چې د ۲۰۱۴ پرتله په ۲۰۱۵ کې د ترهګرۍ پېښو کې ۱۳ سلنه لږوالی راغلی، خو وايي، د ترهګرۍ په خطر کې لږوالی نه دی راغلی

په راپور کې ويل شوي، شمالي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ عملياتو سره القاعده کمزورې شوې، خو وايي، افغانستان کې یو شمېر بريدونه پاکستان کې د وسلوالو پټنځاېونو کې ترتیب شوي وو.

راپور کاږي، په ۲۰۱۵ کال کې پاکستان کې هم د ترهګرې پېښو کې لږوالی راغلی، خو ښوونځي او یو شمېر نور هدفونه د وسلوالو د بریدونو ښکار شوي دي. د امريکا د بهرنیو چارو د وزارت په وينا پاکستان کې د رسنیو څار ادارې يا ( پېمرا ) د لشکر طیبه اړوند دوو تنظېمونو جماعت الدعوه او فلاح انسانيت پر رسنیز پوښښ بندیز لګولی، خو وايي حکومت د دغو تنظیمونو د بسپنې ټولولو مخنیوی نه کوي.

راپور زیاتوي، لشکر طيبه او جيش محمد دواړه تنظېمونه پاکستان کې فعال دي او دغه تنظيمونه د روزنې او بسپنې ټولولو په چاره بوخت دي.

راپور کې ويلي شوي چې بنګله دېش کې هم د ترهګرۍ فعاليتونو کې ډېروالی راغلی او هلته د القاعدې او اسلامې دولت نومي ډلې وسلوالو پر بهرنیانو او لږکيو د برېدونو پړه منلې.

راپور کې پر ایرن د حزب الله او نورو وسلوالو ډلو د مالي مرستې او روزنې تور هم پورې شوي. رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې د اسلامي دولت نومي ډلې نفوذ ډېر شوی.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت راپور له مخې عراق او سوریې کې د اسلامې دولت نومي ډلې لخوا د سیمو نیول لږ شوي، خو وايي اوس هم د سخت دریځو ډلو شتوالی نړۍ کې خورا لوی خطر بلل کېږي.