وتلی مسلمان سوکوهونکی محمد علي ومړ

محمد علي د انځور حقوق Reuters
Image caption محمد علي په دې وروستيو کلونو کې افغانستان ته هم لاړ.

د سوکوهنې په ډګر کې وتلی افسانوي سوکوهونکی محمد علي د ۷۴ کلونو په عمر ومړ. نوموړی د پنجشنبې په ورځ د ساه لنډۍ له کبله روغتون ته وړل شوی و.

نوموړي په نړیواله کچه د ډېر وزن درو نړیوالو سیالیو کې اتل اعلان شوی.

+ د محمد علي ژوند

محمد علي د امریکا سوېلي کنتاکي ایالت کې زیږېدلی چې له اسلام منلو مخکې یې نوم کاسیوس کلي و.

نوموړی په ۱۹۶۴ کال د لومړۍ نړیوالې اتلولۍ له خپلو وروسته مسلمان شو.

محمد علي په ۱۹۸۴ کال هم یوځل سخت ناروغه شوی و، چې ټیک درې کاله د سوکوهنې له سیالیو ووت.

محمد علي په وروستي ځل په تېر سپتمبر کې پخپل ټاټوبي کنتاکي کې راڅرګند شوی و.

محمد علي په دې وروستيو کلونو کې افغانستان ته هم لاړ.

ژوندلیک

د انځور حقوق AP
Image caption محمد علي په ١٩٩٩ کال کې د بي بي سي له لورې د لوبو د ډگر د شلمې پيړۍ شخصيت وبلل شو.

د زيږيدا نېټه: ١٩٤٢ د جنوري ١٧ مه د کنټکي په ايالت کې

المپيک مډال: ١٩٦٠ کال روم سپک وزن کې د سرو زرو

نړيواله اتلولي: ١٩٦٤ کال کې سوني ليسټن ته په ماتې ورکولو د درانۀ وزن اتل شو

اسلام: په ١٩٦٤ کال کې مسلمان شو

ويتنام: په ١٩٦٧ کال کې يې د ويتنام په جنگ کې له برخې اخيستو انکار وکړ

لومړۍ ماتې: په ١٩٧١ کال کې يې له جو فريزر څخه لومړنۍ ماتې وخوړه

بيا اتلولي: په ١٩٧٤ کال کې يې جورج فريمن ته ماتې ورکړه

دريمه اتلولي: په ١٩٧٥ کال کې يې فريزر ته په بيا ماتې ورکولو دريمه اتلولي خپله کړه

وروستۍ لوبه: په ١٩٨١ کال کې يې له تريور بيربيک څخه لوبه وبايلله

ناروغي: په ١٩٨٤ کال کې د پارکينسن په ناروغۍ اخته شو

المپيک څراغ: په ١٩٩٦ کال کې يې د اتلانتا المپيک مشعل روښانه کړ.

د پيړۍ شخصيت: په ١٩٩٩ کال کې د بي بي سي له لورې د لوبو د ډگر د شلمې پيړۍ شخصيت وبلل شو.

+ د محمد علي ژوند د انځور په ژبه
د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق AP
د انځور حقوق Len TrievnorExpressGetty Images

ورته مطالب