د سوکوهنې اتل محمد علي څوک و؟

محمد علي د انځور حقوق Getty
Image caption محمد علي کلي نه یوازې د خپل حریف د ماتې وړاندېوینه کوله، بلکې د ماتې دقیق وخت به یې هم ټاکه

محمد علي درې ځلې د لوړ وزن په سیالیو کې نړیواله اتلولي ګټلې ده. د سوکوهنې په نړۍ کې علي نژدې شل کاله تېر کړل، چې په لړ کې یې ۵۶ سیالۍ ګټلې او په ۳۷ سیالیو کې یې خپل حریف ته غاښ ماتوونکی ګوزار ورکړی دی.

د علي پخوانی نوم "کاسیوس کلې" و. د ۱۹۶۴ کال فبرورۍ میاشت کې پر سوکوهونکي سوني لیسټون لاسبری شو. هغه وخت علي په شلو سیالیو کې ګډون کړی و، چې ټولې یې ګټلې وې.

محمد علي یوازې په ۱۹۶۷ کال د ماتې تریخوالی څکلی، خو په همدې کال د امریکا پوځ کې له داخلېدو یې انکار کړی. له همدې کبله له نوموړي د اتل لقب واخیستل شو، په امریکا کې اتلولیو کې له ګډون کولو بې برخې شو او بهر ته یې پر سفر بندیز ولګول شو.

نوموړی د تور پوستو مسلمانانو اړوندو قضیو د دفاع لپاره مټې بډوهلې او خپل اسلام او اسلامي نوم (محمد علي) یې په زغرده اعلان کړ، همدا وو چې د میلیونونو تور پوستو وګړو د معنوي مشر، هیلې، عزت او عزم په توګه ومنل شو.

په ۱۹۷۰ کال د سوکوهنې په اتلولیو کې پرې بندیز لرې شو، په ۱۹۷۴ کال یې پر خپل حریف جورج فورمان د بریا په خپلولو سره یوځل بیا د نړیوالې اتلولۍ لقب وګاټه.

د انځور حقوق Getty
Image caption علي کلي څلور ځلې واده کړی چې شپږ اولاده یې پیدا شوي

په ۱۹۷۸ کال علي د لیون سبینکس پر وړاندې ماتې وخوړه، خو په همدې کال په ۳۶ کلنۍ په درېیم ځل د نړیوال اتل لقب ته ورسېد.

"د کلي وړاندوېینې"

محمد علي د امریکا کنتاکي ایالت لویزویل ښار کې زیږېدلی. پلار یې درزي (خیاط) و. په دوولس کلنۍ یې د یوه پولیس په مشرۍ په یوه کلپ کې سوکوهنه پیل کړه، په ۱۹۶۰ کال هغه مهال ښه پکې وځلېد، چې په اولمپیک کې یې د سرو زرو یو مډال ترلاسه کړ. په همدې کال نوموړی یو تکړه لوبغاړی شو او د توني هانساکر پروړاندې یې خپله لومړۍ بله لوبه وګټله.

ده پرله پسې لوبې وګټلې. دې کار یې په نړیواله کچه شهرت ډېر کړ.

د نوموړي لوبو ته به ګڼ مینه وال ورتلل، ډېری خلکو به د ده د نژدې لیدلو هیلې لرلې.

محمد علي به چې په لوبو کې د خپل حریف د ماتې وړاندوېینه وکړه، ارومرو به یې لوبه ګټله.

په ۱۹۶۳ کال، د بریتانیا پلازمېنه لندن کې په څلورم پړاو کې بریتانوي حریف هینري کوپر علي ته ماتې ورکړه، خو په پنځم پړاو کې یې کوپر ته ټینګه ماتې ورکړه، په دې وخت کې هم ده د خپل حریف د ماتولو وړاندوېینه کړې وه.

د ۱۹۶۴ کال فبرورۍ کې، علي په کاسیوس نوم مشهور و، او دا نوم یې کابو نړیوال شهرت خپل کړی و.

په راتلونکو درو کلونو کې علي د خپل لقب ګټلو لپاره له نهو حریفانو سره مخامخ و، چې فلویډ پیټرسن او هینري کوپر هم پکې وو. په دې لړ کې محمد علي لا ځان ډېر ټینګ کړ.

"محمد علي"

د انځور حقوق Getty
Image caption د علي اصلي نوم "کاسیوس کلي" و. د ۱۹۶۴ کال فبرورۍ میاشت کې پر سوکوهونکي سوني لیسټون لاسبری شو.

محمد علي د تورپوستو مسلمانانو له ډلې سره یوځای شو او خپل نوم یې محمد علي اعلان کړ. پوځ ته د نه داخلېدو له کبله د نوموړي د ژوند د لومړي پړاو مسلکي برخه زیانمنه کړه، ځکه چې د سوکوهنې نړیوالې ټولنې ترې نړیوال لقب واخیست او دا لقب یې جو فریزر ته ورکړ.

د ۱۹۷۰ کال په دویمه نیمايي کې، له محمد علي نه بندیز پورته شو او له جیري کواري او اوسکار بونافینا سره د مخامخ کېدو اجازه ورکړل شوه. که څه هم نوموړی له سوکوهنې له سیالیو ډېره موده لیرې پاتې شوی و، خو په لومړیو دوو سیالیو کې بریالی شو او له فریزر نه یې د خپل نړیوال لقب بېرته اخیستو لپاره مټې بډوهلې. خو کله چې د ۱۹۷۱ کال مارچ میاشت کې مخامخ شول، فریزر په یوه پواینټ پرې بریالی شو.

په جولای کې، نوموړي، جیمي الیس ته سخته ماتې ورکړه. په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې یې فلویډ پیټرسن او جو بنګنر او نورو ته ماتې ورکړې. خو د ۱۹۷۳ کال اپریل کې، کین نورټن په ډېر لږ توپیر علي ته ماتې ورکړه او د نوموړي ژامه ماته شوه، د څو ورځو لپاره روغتون کې بستر شو.

د همدې کال، په وروستیو کې، محمد علي له نورټن او ځینو نورو سره مخامخ شو او ماتې یې ورکړې، د ۱۹۷۴ کال په لومړیو کې یې نوم بیا مشهور شو او جو فریزر ته یې سخته ماتې ورکړه.

فریزر د جورج فورمان په ګټه د درانه وزن سیالۍ لقب له لاسه ورکړ. د ۱۹۷۴ کال اکتوبر کې،محمد علي له فورمان سره مخامخ شو او په درېیم پړاو کې یې هغه هم مات کړ، چې په دې سره یې لس کاله وروسته بېرته خپل نړیوال لقب خپل کړ.

محمد علي هغه مهال ۳۲ کلن و، چې د سوکوهنې په تاریخ کې دویم هغه لوبغاړی و چې د دویم ځل لپاره یې نړیوال لقب خپل کړ. نوموړي څو ځلې له خپل دې لقب دفاع وکه. د ۱۹۷۵ کال په جولای میاشت کې، پر خپل حریف جو بنګر په څو پواینټونو برلاسی شو.

د انځور حقوق AFP
Image caption علي پوځ کې له شاملېدو انکار کړی

د ۱۹۷۵ کال اکتوبر کې، محمد علي د درییم ځل لپاره له فریزر سره – چې له نوموړي یې په زغرده د کرکې چیغې وهلې - مخامخ شو. دا د دواړو لپاره تر ټولو مهمه او برخلیک ټاکونکې سیالي وه، چې د کارپوهانو په وینا، د لقب ګټلو لپاره هم غوره سیالي وه. محمد علي له ۱۴ پړاوونو وروسته فریزر ته ماتې ورکړه.

د ۱۹۷۶ کال شپږ میاشتې تېرې وې، خو محمد علي له ځینو ګواښونو سره مخامخ و. په سپتمبر میاشت کې، علي د لقب ګټلو لپاره له کین نارټن سره مخامخ شو، وړاندې یې هم دوه ځلې سیالي ورسره کړې وه. خو په دې ځل په کم توپیر کلي ماتې وخوړه.

"لوېدل خو بیا پورته کېدل "

په بله میاشت، ترکیې ته د سفر پرمهال محمد علي له سیالۍ انکار وکړ او ځان یې د اسلام خپرولو لپاره وقف کړ.

د ۱۹۷۸ کال فبرورۍ کې د ارمیکا لاس ویګاس کې، د نوموړي په اړه خبرونه خپاره شول، چې ګني په درانه وزن سیالیو کې د نوي لوبغاړي لیون سبینکس پر وړاندې، چې پر علي ۱۲ کاله کشر و، مات شوی.

خو په نیو اورلاینز کې اته میاشتې وروسته علي بیا سیالیو ته راووت چې میلیونونو کسانو پر تلوېزیون وکتلې. په دې سیالۍ کې نوموړي خپل سیال سبینکس ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې د اتلولۍ نړیوال لقب خپل کړ.

که څه هم ډېرو خلکو پتېیله چې علي به د یوه اتل په څېر نور له سیالیو په کور کښېني، خو ده دا پرېکړه و نه کړه او د سینما له لارې د "خپلواکۍ لار" فلم کې ولوبېده. مخکې هم د خپل ژوند په تړاو په "ستر" نامه فلم کې لوبېدلی و، چې مسکو کې د ولسمشر لیونید بریژنیف له خوا یې هرکلی وشو.

د انځور حقوق Getty

محمد علي ډېر زړه سواندی سړی و. ویل کېږي نوموړي پخپل لوبیز ژوند کې تر ۶۰ میلیون ډېر ډالر وګټل، خو په ۱۹۷۹ کال یې له ژوند نه ښکارېده چې هېڅ هم نه لري.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق AP

په ۱۹۸۰ کال، محمد علي یوځل بیا د درانه وزن نړیوالې اتلولۍ ګټلو سیالۍ ته راووت. خو ګڼو پرې ټینګې نیوکې وکړې. خو نوموړی پر خپل دریځ ټینګ ولاړ و. له سوکوهونکي لاري هولمز سره مخامخ شو، چې د همدې کال په اکتوبر کې یې ماتې ورکړې وه.

کلي د ۱۹۸۱ کال دسمبر کې له تریفور بربیک سره ولوبېد، خو په کم توپیر یې ماتې وخوړه، په ۴۰ کلنۍ له لوبو لاس په سر شو.

د ۱۹۸۴ کال اپرېل میاشت کې، محمد علي د هینري کوپر د زوکړې پنځوسمې کالیزې کې د ګډون لپاره لندن ته ولاړ.

محمد علي د خبریالانو پروړاندې په زړه پورې ننداره وړاندې کړه. د یاد کال په وروستیو کې، داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګني د علي روغتیايي وضعیت ښه نه دی، ځکه په خبرو کې یې ځینې بندښت راغی او پر لاره به په قوت نه تله او خوبوړی ښکارېده.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق Reuters

علي ناروغ شو، ډاکټرانو ورته پاتې ژوند کې د خپلې روغتیا لپاره په کور د کښېناستو سپارښتنه وکړه.

که څه هم ډاکټرانو ورته ویلي وو، چې ګورده کې ستونزه لري، خو علي د ۱۹۸۶ کال جنورۍ میاشت کې د تیم ویدرسپن پر وړاندې راپورته شو.

د ۱۹۸۷ کال جولای کې، محمد علي وویل په ماغزو کې د ازمایښتي جراحي عملیاتو لپاره چمتو نه دی.

د ۱۹۸۹ کال فبرورۍ کې، په محکمه کې راڅرګند شو چې له خپل یوکسلاویايي ډاکټر نه بښنه وغواړي.

محمد علي وویل، ډاکټر یې په درملنه کې معجزه کړې ده او روغتیايي وضعیت یې ښه شوی دی.

د ۱۹۸۹ کال اکتوبر میاشت کې، محمد علي لندن ته سفر وکړ او له جورج فورمان او جو فریزر سره یوځای شو.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق AFP

که څه هم نوموړی له ناروغۍ ځورېده، خو عقل او دماغ یې ډېر تېز و او هماغه پخوانۍ شوخي ورسره وه.

د ۱۹۹۱ کال جولای کې، محمد علي له هینري کوپر سره د پخواڼي ارسنال لوبډلې لوبغالي کې مخامخ شو، د دوی هڅه دا وه چې نورو متقاعدو لوبغاړو ته پیسې راغونډې کړې.

"استازی"

دوه میاشتې وروسته، محد علي له بریتانیا نه ستون شو او د (محمد علي، ژوند او زمانه یې) په نامه کتاب خپرولو لپاره خپل ټاټوبي ته ولاړ، چې د نیویارک یوه وکیل لیکلی و.

که څه هم علي د کتاب په لیکلو کې برخه اخیستې وه، خو د کتاب ملاتړ نه ښکارېده.

د انځور حقوق Getty
د انځور حقوق Getty
د انځور حقوق Getty

په ۱۹۸۰ کال علي افریقا ته د ولسمشر کارټر د ځانګړي استازي په توګه واستول شو.

په ۱۹۷۸ کال، په شیکاګو کې د بنګلدیش لپاره عمومي افتخاري کونسل وټاکل شو.

علي څلور ځلې واده کړی، شپږ بچیان یې پیدا شوي، چې څلور یې له دویمې ښځې او دوه یې له درېیمې هغې دي.

د انځور حقوق PA

ورته مطالب