هیلري کلنټن: 'ښځو ته یوه تاریخي شیبه' په لاس ورغلې

د انځور حقوق Reuters

هیلري کلنټن په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند کاندیداتورۍ ترلاسه کول د ښځو لپاره یوه تاریخي شېبه وبلله او په دې برخه کې یې د خپلو پلویانو له مرستې مننه وکړه.

هغې په نیویارک کې د خپلو پلویانو غونډې کې وویل، "له تاسو مننه، موږ یوه مهم پړاو ته ورسېدو."

مېرمن کلنټن چې یو مهال سناتوره او یوه دوره کې د بهرنیو چارو وزیره وه، وویل "دا زموږ د هېواد په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یوه ښځه د یوه عمده ګوند نومانده کېږي."

اسوشېټډ پرېس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې مېرمن کلنټن د ګوند نوماندۍ ترلاسه کولو لپاره لازم امتیازونه خپل کړي؛ یعنې د ګوند ملي ناسته کې به ۲۳۸۳ استازي له هغې ملاتړ وکړي. په دې کې د ګوند "ځانګړي استازي" هم شامل دي چې د عمومي رایې پر بنسټ نه، بلکې خپل شخصي تمایل له مخې له کاندیدانو د ملاتړ ژمنه کوي.

د سې شنبې په ورځ په شپږو نورو ایالتونو کې د ګوندیز پړاو ولسمشریزې ټاکنې وشوې.

خبري شبکو د ورځې په وروستیو ساعتونو کې په نیوجرسي کې د مېرمن کلنټن بریالي توب قطعي وبلل، خو د کلیفورنیا په څېر نورو لویو ایالتونو کې سیالي نژدې ښکاري.

سناتور برني سېنډرز په کلیفورنیا کې پر خپلې سیالې د بریالیتوب تمه لري، ترڅو وشي کولی د خپلې سیالۍ روان ساتلو لپاره کافي توجیه ومومي. د هغه هیله د ځانګړو استازو ملاتړ جلبول دي، خو کتونکي د هغه بریالیتوب لرې بولي.

مېرمن کلنټن په نیوجرسي کې تر بریالیتوب وروسته پر خپل ټویټر ولیکل، "هرې کوچنۍ نجلۍ ته په خطاب کې چې لویې هیلې لري: هو، کولی شئ ټولو ځایونو ته ورسېږئ، آن ولسمشري. دا شپه ستاسو ده."

د انځور حقوق Reuters
Image caption سناتور برني سېنډرز په کلیفورنیا کې پر خپلې سیالې د بریالیتوب تمه لري، ترڅو وشي کولی د خپلې سیالۍ روان ساتلو لپاره کافي توجیه ومومي.

لازم نصاب ته د مېرمن کلنټن رسېدو په اړه د اسوشېټد پرېس تر راپور خپرېدو وروسته د ښاغلي سنډرز ویاند مایکل بریګز په یوه بیانیه کې د ځانګړو استازو په شمېرلو کې د رسنیو پر دغه "بیړني" ګام نیوکه وکړه او ویې ویل چې ددې استازو د نظر خپلولو لپاره به سیالي دوام ولري.

د سناتور سینډرز کمپاین ویلي، دوی به د ځینو ځانګړو استازو د نظر بدلولو هڅه وکړي چې له مېرمن کلنټن نه یې د ملاتړ ژمنه کړې ده.

د ورمانټ اوسېدونکي سناتور چې زیات خلک یې په تېره بیا ځوانان ناستو ته ورځي، ژمنه کړې د عاید، معاش او لوړو زده کړو لګښتونو کې نابرابرۍ به حل کوي.

پر ډونالډ ټرمپ نیوکه

د امریکا پارلمان جمهوري غوښتونکي مشر پال رایان د خپل ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ تورن کړی چې د یوه مکزیکي الاصله قاضي په تړاو یې د توکم پالنې له مخې خبرې کړې دي.

ښاغلي رایان د سه شنبې په ورځ وویل، "دا ادعا چې څوک نشي کولی د توکم له امله خپل کار سم ترسره کړي، هماغه تعریف دی چې له یوه نژادپرستانه خبرې شته."

د انځور حقوق Getty

قاضي ګونزالو کورېل د ټرمپ پوهنتون پرضد د شکایتونو څېړلو قاضي دی. خو ښاغلي ټرمپ ویلي، دا چې قاضي مکزیکي الاصله دی، نشي کولی دده په اړه چې غواړي د امریکا او مکزیک ترمنځ لوړ دیوال پورته کړي، بې پرې واوسي.

په امریکا کې ددغه زېږېدلي قاضي په تړاو د ټرمپ څرګندونې د جمهوري غوښتونکي ګوند دننه نیوکې راوپارولې.

هغه وروسته وویل چې خبرې ناسم تعبیر شوي، د هغه نیوکه حمله پر ټولو مکزیکیانو نه وه.

ورته مطالب