'کیوبا د وینزوېلا په ننګه د امریکایي هېوادونو سازمان سره نه یوځای کېږي'

د انځور حقوق Reuters

د کیوبا ولسمشر راول کاسټرو وایي، هېواد به یې هېڅکله د امریکایي هېوادونو سازمان (او اې ایس) سره چې مرکز یې واشنګټن کې دی یوځای نه شي.

کاسټرو چې په هاوانا کې د کارابین حوزې هېوادونو په ناسته کې خبرې کولې وویل، دا "د امریکایي هېوادونو سازمان" د رییس لخوا ددې سازمان د منشور بدلولو پروړاندې چې غواړي پر وینزوېلا د فشارونو ډېر شي، یوه اعتراضي پرېکړه ده.

د امریکایي هېوادونو سازمان مشر لویس الماګرو د هغه څه له امله چې "وروستیو کړکېچونو کې له مخالفینو سره د ونزوېلا دولت لخوا د دیموکراتیکو اصولو نقض یې بولي"، غوښتنه کړې چې په دې سازمان کې د وینزوېلا غړیتوب وځنډول شي.

د وینزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو د کارابین حوزې هېوادونو ناستې په څنډه کې امریکا تورنه کړه چې د وینزویلا منزوي کولو لپاره یې د سیمې هېوادونه په "ظالمانه ډول" تر فشار لاندې راوستي دي.

کیوبا په ۱۹۶۲ کال کې د امریکایي هېوادونو له سازمان څخه ووته. خو له امریکا متحده ایالتونو سره د اړیکو ښه کېدو سره، دې سازمان ته د کیوبا بېرته احتمالي ستنېدو راپورونه خپاره شوي و.

ورته مطالب