سوریه کې د ایران 'سپاه پاسداران' قومندان او غړي وژل شوي

له کیڼې خوا: رضا رستمي مقدم، قدرت عبدیاني او رضا مسیب زاده د انځور حقوق
Image caption له کیڼې خوا: رضا رستمي مقدم، قدرت عبدیاني او رضا مسیب زاده

د سوریې په روانه جګړه کې د ایران 'سپاه پاسداران' درې غړي وژل شوي چې یو پکې قومندان او دوه افسران دي. رضا رستمي مقدم لرستان کې د 'سپاه' قومندان و. په تېره یوه میاشت کې سوریه کې د ایران 'سپاه' لږترلږه ۱۵ غړي وژل شوي.

تېره ورځ سوریه کې قدرت عبدیاني او مرتضی مسیب زاده هم وژل شوي، چې دواړه د 'سپاه' غړي وو.

ځینو ایراني رسنیو د وژل کېدو سیمه د سوریې سوېلي حلب ښار بللی دی.

په تېره یوه میاشت کې د سوریې سوېلي حلب خان طومان کې د ایران 'سپاه' لږترلږه ۱۵ غړي وژل شوي.

حلب کې بریدونه

عیني شاهدان وايي، د سوریې پر حلب ښار هوايي او ځمکني بریدونه ډېر شوي، چې د بشري حقونو د فعالانو اندېښنې یې راپورته کړې دي.

رپوټونه وايي، د جون پر شپږمه، د سوریې ځواکونو د روسیې په هوايي ملاتړ د حلب شاوخوا کې تر ۵۰ ډېر هوايي بریدونه کړي.

حلب د سوریې هغه دویم لوی ښار دی، چې واک یې د بشار الاسد د ځواکونو او د هغوی د مخالفو وسله والو ترمنځ وېشل شوی.

په تېره فبرورۍ میاشت کې پر اوربند سربېره، د حلب ښار شمال کې ډېر ځلې هوايي بریدونه شوي.

ورته مطالب