کراچۍ کې د شرابو پر دوکان برید درې کسان وژلي

د انځور حقوق EPA

د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې د نامالومه وسلوالو په برید کې درې تنه وژل شوي دي. چارواکي وايي، په وژل شويو کې دوه تنه هندوان دي.

ددغه ښار د پولیسو په خبره د يکشنبې په شپه نامالومه وسلوالو په ابوالحسن اصفهاني سړک د شرابو په يوه دوکان ډزي کړې، چې پکې د پولیسو په خبره درې تنه په همغه ځای وژل شوي دي.

د یادې سيمې د پولیسو يوه مشر راو اقبال ځايي رسنيو ته ويلي له لومړنيو پلټنو داسې ښکاري چې دا پېښه د بتې یا کلنګ اخیستنې پېښه ښکاري چې د دوکاندار پر انکار يې پرې برید کړی دی.

خو زیاتوي پلټنې يې پېل کړې دي.

کراچۍ ښار چې پکې له مودې راهیسې ځينې وسلوالې او ان سیاسي ډلې له شتمنو وګړو او تجارانو څخه په زوره کلنګ اخلي، چې حکومتي امنيتي اورګانونه يې په مخه نیولو کې لا هم نه دي بریالي شوي.

ورته مطالب