د فیسبوک د بنسټګر برېښنايي اکونټونه چا مات کړي؟

مارک زوکربیرګ په نړیواله کچه تر ټولو لویه ټولنیزه ګورتپاڼه (وېبپاڼه) [فیسبوک] چلوي. نوموړی ددغې وېبپاڼې بنسټګر هم دی، خو د انټرنېټي غلو له ګواښه خوندي نه دی.

د زوکربیرګ 'انسټاګرام'، 'ټویټر'، 'لینکډ اېن' او 'پنټرسټ' الکترونیکي اکونټونه د یکشنبې په ورځ د لنډ وخت لپاره مات کړل شوي وو.

ددغه انټرنېټي برید پړه د 'اورماین' په نامه د انټرنېټي غلو یوې ډلې پرغاړه واخیسته، چې پر ټویټر ۴۰ زره تعقیبوونکي لري.

دغې ډلې پر ټویټر لیکلي چې دا انټرنېټي برید دوی کړی دی او له زوکربیرګ یې غوښتي چې له دوی سره اړیکه ونیسي.

د یادې ډلې پیغام کې راغلي ''په ټویټر، انسټاګرام او پنټرسټ کې مو ستا اکونټونه مات کړل، موږ یوازې ستا د امنیت د توان کچه معلوموو، لطفاً له موږ سره اړیکه ونیسه''.

د 'انګادجټ' په نامه یوې مجلې، چې د ټکنالوژۍ چارو کې مسلکي مطالب خپروي، د فیسبوک د بنسټګر د اکونټ انځور هم خپور کړی دی.

د زوکربیرګ پر ټویټر ځینې تبصرې ډیلیټ شوې دي. زوکربیرګ له ۲۰۱۲ کال راهیسې پر خپل یوه ټویټر اکونټ هېڅ شی نه دي لیکلي.

په ټویټر پاڼه د زوکربیرګ د تعقیبوونکو شمېر تر ۶۰۰ زرو اوړي او ۳۰ انځورونه یې پکې خپاره کړي دي.

ورته مطالب