د ترکیې استانبول کې د پولیسو پر بس چاودنې ۱۱ کسان وژلي

چاودنه ګهیځ مهال د استانبول مرکز له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې شوې د انځور حقوق Reuters
Image caption چاودنه ګهیځ مهال د استانبول مرکز له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې شوې

ترکي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په استانبول ښار کې د پولیسو یو بس په نښه شوی، چې لږترلږه ۱۱ کسان پکې وژل شوي دي. چاودنه د بسونو یوه تمځي ته څېرمه شوې ده.

رپوټونه وايي، چاودنه له لیرې د کنټرولېدونکي ماین په مټ شوې ده.

د پېښې له ځایه خپاره شوي انځورونه ښيي چې یو بس ویجاړ شوی او د ورڅېرمه ودانیو ښیښې هم ماتې شوې دي.

په ترکیه کې په وروستیو کې له کردي بېلتونپالو سره د حکومت د ترینګلتیا له کبله تاوتریخوالی او د ناامنیو پېښې ډېرې شوې دي.

تر ډېره د ترکیې پر ناامنیو د ګاونډي سوریې کورنۍ جګړې هم منفي اغېز کړی دی.

استانبول کې دا تازه چاودنه داسې مهال شوې، چې ګهيځ مهال د موټرو تمځي کې د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وه.

د چاودنې سیمې ته څېرمه د سیلانیانو د سیل یوځای هم دی.

په تلوېزیون کې د چاودنې انځورنه خپاره شوي چې پولیس په کوڅو کې لیدل کېږي.

Image caption چاودنې نژدې ودانۍ هم زیانمنې کړې دي
Image caption رپوټونه وايي، له چاودېدونکو توکو یو ډک یو پارک شوی موټر په ریموټ کنټرول چوول شوی

تر اوسه ددې چاودنې پړه چا نه ده منلې.

د ترکیې وروستیو بریدونو تر شا معمولاً 'اسلامي دولت' او ترکي وسله وال وو.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، ترهګرې ډلې ځکه ولسي وګړي په نښه کوي، چې دوی له ترکي امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې خپله وړتیا بایللې ده.

ترکیه د امریکا په مشرۍ د 'اسلامي دولت' نومې ډلې پروړاندې د ایتلاف غړیتوب لري او دغه هېواد په سوریه او عراق کې د یادې ډلې پروړاندې د ایتلاف هوايي بریدونو ته خپلې اډې ورکړې دي.

دوه کاله وړاندې د ترکیې حکومت او 'پ ک ک' کردي وسله والو ترمنځ اوربند وشو، چې تېر اوړی دا اوربند مات شو.

د ترکیې وروستي بریدونه

  • مارچ ۲۰۱۶: انقره کې د کردي وسله والو برید کې ۳۵ کسان ووژل شول؛ د استانبول ځانمرګي برید ۴ کسان ووژل
  • فبروري ۲۰۱۶: انقره کې پر پوځي کاروان برید ۲۸ کسان ووژل
  • جنوري ۲۰۱۶: استانبول کې د 'اسلامي دولت' ډلې ځانمرګي برید کې ۱۲ جرمني سیلانیان ووژل شول
  • اکتوبر ۲۰۱۵: انقره کې د کردانو سوله ییز لاریون منځ کې دوو ځانمرګو بریدونو تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب