د خوښې واده، مور خپله لور ژوندۍ سوځولې

د پاکستان پنجاب ایالت د لاهور ښار د پولیسو په خبره په دغه ښار کې يوې مور خپله لور وروسته له هغه "ژوندۍ سوځلې" او وژلې ده چې له کوره تښتېدلې او د خوښې واده يې کړی و.

د لاهور ښار د فیکټري ایریا سیمې د پولیسو تاڼې د مشر عبادت نثار په خبره ۱۷ کلنه زینت شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې له کوره تښتېدلې وه، چې د کورنۍ غړي يې د هغې په دې کار غوسه وو.

د پولیسو د یاد مشر په خبره تر دې وروسته د زینت د کورنۍ غړیو هغه په دې پلمه کور ته راوستې، چې په خوشالۍ به يې همدې هلک ته ور واده کړي، خو چې کله يې کور ته راوستې نو پيټرول يې پرې توی کړي، اور يې ورته کړی او وژلې يې ده.

د پولیسو په خبره د زینت مور چې پروين نومېږي د دې جرم اقرار کړی چې همدې په خپلې لور تېل توي کړي او اور يې ورته کړی و.

د پولیسو یاد مشر عبادت نثار زیاتوي دوی د وژل شوې نجلۍ د هغه ورور په لټه کې دي چې له دوبۍ راغلی او تر پېښې وروسته تښتېدلی دی.

پولیس زیاتوي له لومړنیو پلټنو داسې ښکاري چې لومړی يې همدا نجلۍ زېندۍ کړې، ځکه چې په غاړه کې يې هم د پړي نښې شته، خو وايي تر پوسټ مارټم یا له مرګ وروسته طبي معاینې به يې د وژل کېدو په اړه نور معلومات ترلاسه شي، چې زېندۍ کړې او که يې په سوځلو وژلې ده.

د پولیسو په خبره دا وخت يې د مور عمر پنځوس کاله دی چې یواځې دا په پنځوس کلنۍ کې داسې نشي کولی، ځکه يې نو پر ورور هم شک شته، چې کېدی شي هغه يې هم په وژلو کې لاس لري.

د وژل شوې نجلۍ زینت مېړه احسن خان وايي، ده زینت د ښوونځي له مهاله پېژندله او کله چې زینت د کورنۍ له غړو سره د خوښې د واده ذکر کړی و نو کورنۍ يې هغه وهلې ډبولې وه.

د احسن په خبره زینت د خپلې کورنۍ له غړيو سره نه تله او ویل يې چې "که ورسره ولاړه شم، نو هغوی به مې ووژني". خو وايي د ده کورنۍ هغې ته د تللو، وویل چې دوی دا ګومان هم نه کاوه چې خپله کورنۍ به يې ووژني.

د لاهور ښار د یادې سیمې پولیسو اوس د زینت مور نیولې او د دې پېښې نورې پلټنې يې هم پېل کړې دي.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې د پنجاب په مري ښار کې هم یوه نجلۍ همداسې د کوژدې په لانجه کې پنځو تنو سوځلې او وژلې وه.

تر دې بیا څه موده وړاندې د خیبرپښتونخوا په ایبټ اباد ښار کې یوې جرګې هغه نجلۍ سوځلې او وژلې وه چې د دغې جرګې دغړیو په خبره هغې له يوې خوندکۍ (ملګرې) سره له کوره په تښتېدو او د خوښې وادو په کولو کې مرسته کړې وه.

ورته مطالب