اوباما ولې د محمد علي د جنازې مراسمو ته نه ورځي؟

د انځور حقوق Reuters

په پام کې ده چې د امریکا وتلي مسلمان سوکوهونکي محمد علي مړی د راتلونکې جمعې په ورځ خاورو ته وسپارل شي، سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر بارک اوباما به یې د جنازې مراسمو کې ځکه ګډون ونه کړي، چې د خپلې لور د فراغت مراسمو ته ورځي.

محمد علي د تېرې جمعې په ورځ د امریکا اریزونا فونیس په یوه روغتون کې د ۷۴ کلونو په عمر مړ شو.

په پام کې ده چې د نړۍ ځینې مشران او زرګونه نور مینه وال د راتلونکې جمعې په ورځ (جون ۱۰)، د محمد علي د جنازې مراسمو کې ګډون وکړي.

د جنازې مراسم د هغه د زوکړې په ښار د کنټاکي په لویس ویل کې ترسره کېږي.

سپینې ماڼۍ ویلي، ښاغلی اوباما او د هغه مېرمن میشل اوباما به له ښوونځي نه د خپلې لور مالیا د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړي.

خو وايي دوی به د محمد علي کورنۍ ته د سپینې ماڼۍ له جګپوړي سلاکار والیري جیریټ سره، چې نوموړي علي ښه پېژانده، د غمشریکۍ یو پیغام واستوي.

د علي د کورنۍ ویاند باب ګننېل ویلي، ښاغلی اوباما او د علي کونډه لوني پر تیلېفون سره غږېدلي دي.

د محمد علي د جنازې مراسمو کې به د افغانستان مخکینی ولسمشر حامد کرزی، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اردن پاچا عبدالله هم ګډون وکړي.

د بریتانیا د لوړ وزن لوبغاړی لینوکس لیویس او سینمایي ستوری ویل سمېت هم دغو مراسمو ته ورځي.

د انځور حقوق AP

په پام کې ده چې د جنازې مراسمو کې د امریکا پخوانی ولسمشر بیل کلنټن او ستوری بیلي کریسټال خبرې وکړي.

د انځور حقوق AP
Image caption اوباما به د محمد عي کورنۍ ته د غمشریکۍ یو پیغام واستوي

د علي له مړینې وروسته، ښاغلي اوباما وویل، د علي هغه خاص لاس ماغوګان یې له ځانه سره ساتلي دي، چې په ۱۹۶۴ کال یې د لوبې پرمهال په لاس کړي وو او سوني لیسټون ته یې ماتې ورکړه.

اوباما ویلي، علي به هېر نه کړای شي "هغه علي چې نه یوازې د لوبو په ډګر کې مخکښ و، بلکې هغه سړی چې د حق لپاره یې مبارزه وکړه، هغه سړی چې زموږ لپاره یې مبارزه وکړه".

د پنجشنبې په ورځ به په سیټ فریډم هال کې په اسلامي طریقې برابر د محمد علي د جنازې مراسم ترسره شي، دا هغه ځای دی چې علي پکې مبارزه کړې او په ۱۹۶۰ کال یې پخپله لومړۍ مسلکي مبارزه کې بریا خپله کړې ده.

د سې شنبې له نیمې شپې راهیسې خلک د لومړیو کتارونو د ټیکټونو ترلاسه کولو لپاره په انتظار دي.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق AFP
Image caption د محمد علي د جنازې مراسمو کې د امریکا پخوانی ولسمشر بیل کلنټن هم ګډون کوي

د امریکا د پوځ یوې پخوانۍ غړې انګیلا سمیت وارډ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "زه دلته ددې لپاره ولاړه یم چې د خپل لمسي لپاره ټیکټ واخلم. هغه اته کلن دی. خپل لمسی مې باید پوی شي چې یوه ورځ به یو لوی شخصیت جوړېږي".

د جمعې په ورځ په ځايي وخت، د ګهیځ په نهو بجو به د محمد علي تابوت د لویس ویل په کوڅو کې وګرځول شي او هغو تاریخي ځایونو ته به یووړل شي چې علي ته مهم وو".

وروسته به د علي د جنازې مراسم د محفلونو په یوه لوی ځای او د سپورت په لوبغالي (KFC Yum) کې ترسره شي! په دې مراسمو کې ټولو ته د ګډون اجازه ده.

د محمد علي مړی به په ځانګړو مراسمو کې د سيټي کېو هېل په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د انځور حقوق TWITTER
د انځور حقوق Neal Adams DC Comics

د جنازې مراسم به پر انټرنېټ په ژوندۍ بڼه خپاره شي

ورته مطالب