نتنیاهو د اتل ابیب له برید وروسته توند غبرګون ښودلی

د انځور حقوق AP

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په تل ابیب کې د خرڅلاو هغه ځای ته ورغلی،‌ چې په یوه برید کې پکې لږترلږه څلور کسان ووژل شول.

ښاغلي نتنیاهو دا یو ترهګریز برید وباله. نتنیاهو له مسکو نه تر ستنېدا وروسته له خپلو جګپوړو سلاکارانو او د کابینې له غړو سره سلام مشورې وکړې.

په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي، له دغه برید وروسته مو د دفاعي او هجومي ګامونو اخیستو په اړه خبرې وکړې.

که څه هم په خبرپاڼه کې ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي،‌ خو اسرائيلي چارواکو له برید وروسته په تل ابیب کې د روژې میاشتې پرمهال دغه ښار ته د ۸۳ زه فلسطینیانو د ننوتلو جوازونه ځنډولي دي.

د اسرائيلو په دې ګام سره به ۸۳ زره فلسطینیان اغېزمن شي، ځکه د غزې اوسېدونکي تل ابیب کې دوستان لري، چې غواړي د روژې میاشت کې یې وګوري.

د انځور حقوق AP
Image caption بريدونو کې يوې پرانستې سيمې کې بازار او يو رستورانت په نښه شوى و.

بريد کې د تل ابيب د مرکزي برخې په پرانستې سيمې کې يو بازار او رستورانت په نښه شوى دى. دې سيمې ته لوى شمېر کې خلک تگ راتگ کوي.

له همدې سیمې سره نژدي د پوځ یو مرکز او د اسراییلو د دفاع وزارت هم دی.

پوليس وايي بريد گر لويديځې غاړې کې د فلسطينيانو د الخليل ښارگوټي اوسېدونکي وو.

دواړه بريدگر نيول شوي او پوليس وايي چې يو په روغتون کې درملنې لاندې دى.

د حماس ډلې دا د اتلانو برید بللی خو دا یې نه دي ویلي چې د برید تر شاه یې لاس درلود کنه.

دا بريد په سميه ايز وخت د شپې د نهه نيمو بجو په شا او خوا کې شوی.

په ويديويي عکاسي کې لوى شمېر خلک ښودل شوي چې د پېښې له ځايه تښتي.

د تل ابيب د پوليسو مشر ويلي دي چې " له دوو ترهګرو یو نيول شوى او بل په ډزو ژوبل شوى دى."

تېر يو کال کې د فلسطينيانو لخوا پر اسراييليانو بريدونو کې زياتوالى ليدل شوى و خو تېرو څو مياشتو کې په کې کمى راغلى و.