پاکستان: څلور هېواديزې غونډې د افغان سولې بهیر بریالی کولی شي

Image caption پاکستان له افغان دولته غوښتنه کړې چې د همدې څلور هېوادیزو غونډو لړۍ ته دوام ورکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو سلا کار سرتاج عزیز وايي، پاکستان لا هم په دې باور دی چې هلته د سولې او ټيکاو لپاره څلور هیوادیزې غونډې ښه رول لوبولی شي او له همدې لارې په افغانستان کې ټيکاو راتللی شي.

پاکستان له افغان دولته غوښتنه کړې چې د همدې څلور هېوادیزو غونډو لړۍ ته دوام ورکړي. دا خبرې نوموړي پنجشبه (۹ جون) په اسلام اباد کې د دغه هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې اوونیزې خبري غونډې ته کړې دي.

اسلام اباد وايي، په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره یواځينۍ لاره د "طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې خبرې دي" او همدا د څلور هېوادیزو غونډو له لارې شونې دي.

دا خبري د دغه هېواد د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز، د حکومت د درې کلنې دورې په لاس ته راوړنو او د ورپېښو ستونزو په تړاو خبرو کې کړې دي.

سرتاج عزیز د افغان سولې بهیر په هکله د څلور هېوادیزو غونډو پيلول د دوی د حکومت څلورمه لویه لاس ته راوړنه یاده کړه او له افغان دولته يې تمه وکړه چې د څلور هېوادیزو غونډو همدې لړۍ ته دوام ورکړي.

د سرتاج عزیز په خبره په افغانستان کې د سولې لپاره د دوی تګلاره لا همغه د څلورو هېوادونو ګډې غونډې دي او له افغان دولته غواړي چې په دې څلور هېوادیزو غونډو کې ورسره پاته شي.

ځکه چې د ده په خبره د دوی اصلي موخه دا ده چې له تېرو پنځلسو کلونو هلته افغانستان، امریکا او د هغوی ډېری نورو ملګرو هڅه وکړه چې د پوځي عملیاتو له لارې سوله راولي خو بریالي نه شول.

د انځور حقوق EPA
Image caption د افغان سولې په اړه وړاندې څو غونډې شوې وې

سرتاج زیاتوي "د څلور هېوادیزو غونډو له لارې یواځې په څو اوونيو يا مياشتو کې بدلون نشي راتلی، بلکې د دې لپاره څلور واړه هېوادونو ته نورې هلې ځلې او وخت په کار دی".

په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د روان عیسوي کال په لومړيو کې د امریکا، چین، افغانستان او پاکستان د چارواکو تر منځ څلور هېوادیزې غونډې پېل شوې چې وروستۍ غونډه يې د تېري مۍ میاشتې په ۱۸ نېټه په اسلام اباد کې شوې او تر دې غونډې یواځې درې ورځې وروسته په امریکايي ډرون برید کې د طالبانو مشر ملا اختر منصور ووژل شو.

تردې ډرون برید وروسته پاکستان ويلي وو د سولې همدا بهیر به اغېزمن شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د خپل حکومت په لاس ته راوړنو کې د پاکستان او چین تر منځ اقتصادي دهليز تر ټولو لویه لاس ته راوړنه یاده کړې او زیاتوي له همدې دهليز څخه د پاکستان اقتصاد تر ډېره ځایه ښه کېدلی شي.

ورته مطالب