لاهور: د خوښې واده له امله پلار خپله لور او زوم وژلی

د پاکستان د پنجاب ايالت لاهور کې يوه کس د خپلې خوښې واده کولو له امله خپله لور، زوم او د يوه بل کس له وژلو وروسته خپل ځان پوليسو ته سپارلی دی.

دغه پېښه د لاهور په کاهنه سيمه کې د جمعې په شپه رامنځ ته شوې ده.

د کاهنه پوليسو تاڼې يوه کارکوونکي ويلي، د عبدالله ښارګوټي اوسېدونکي اشرف خپله ځوانه لور سبا او ۴۲ کلن مېړه يې چې کرامت نومېږي په ډزو وژلی، د مقاومت له امله يو بل کس هم په دغه پېښه کې وژل شوی دی.

له پېښې وروسته محمد اشرف خپل ځان پوليسو ته سپارلی دی. پوليسو د درېيم وژل شوي کس نوم اکرام ښودلی او وايي د وژل شوي زوم نژدې ملګری و.

کاهنه پوليسو تاڼه کې د پلټنې يو کارکوونکی محمد کاظمي وايي، مجرم په خپل جرم اعتراف کړی او له لومړنيو پلټنو داسې ښکاري چې دا د ناموسي وژنو يوه قضيه ده، خو له بشپړې پلټنې وروسته به په دې اړه پوره معلومات خپاره شي.

پوليسو د دريو وژل شويو کسانو مړي د پلټنې لپاره د جناح روغتون ته لېږدولي دي.

دوې ورځې وړاندې په لاهور کې د خپلې خوښې واده په جرم يوې مور خپله ۱۷ کلنه لور ژوندۍ سوځولې وه.

د پاکستان د بشري حقونو د کميسيون په وينا په ۲۰۱۵ کال کې د غيرت په نامه ۱۱ سوه ښځينه وژل شوې دي. دغه ډله وايي په ناموسي وژنو کې ډېره نژدې خپلوان ښکېل وي او د بښنې له امله له سزاو ژغورل کېږي.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې د پنجاب په مري ښار کې هم یوه نجلۍ همداسې د کوژدې په لانجه کې پنځو تنو سوځلې او وژلې وه.

ورته مطالب