'اوباما د طالبانو په نښه کولو کې د پوځ ملاتړ ډېروي'

د انځور حقوق AFP
Image caption دا ګام په داسې وخت کې پورته شوی، چې په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا په ځانګړي ډول د افغانستان په سوېل کې د افغان ځواکونو پر ضد پرمختګونه شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، ولسمشر اوباما ښايي له افغان پوځ سره د طالبانو د هدفونو په نښه کولو کې د امریکايي ځواکونو د ملاتړ وړتیا پراخه کړي.

دغه چارواکي د نوم د نه ډاګیزولو په شرط ویلي، چې د دې پرېکړې له مخې امریکايي پوځ ته د هوايي ځواک د کارونې او له افغان ځواکونو سره د نژدې هوايي ملاتړ د ډېرولو اجازه ورکول کېدای شي.

دا ګام په داسې وخت کې پورته شوی، چې په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا په ځانګړي ډول د افغانستان په سوېل کې د افغان ځواکونو پر ضد پرمختګونه شوي دي.

خو دغه چارواکي ټینګار کړی، هغه کابو لس زره امریکايي ځواکونه چې لا هم په افغانستان کې دېره دي، په مخامخ ډول به په جګړې کې برخه نه اخلي او له افغان ځواکونه سره به مرستې کوي.

پاکستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو او کابل کې د طالبانو د شپږو غړو له اعدامېدو وروسته افغانستان کې د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

افغان حکومت د هېواد په ګڼو سیمو کې پوځي عملیات پیل کړي دي.

د روان جون په لومړیو کې، د امريکا د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان تور پورې کړی، چې ګواکې د لشکر طیبه، جیش محمد او حقاني شبکې په څېر سخت دریځو ډلو خلاف اړین پوځي عملیات نه کوي.

دوی دغه راز ایران له ترهګرۍ سره تر ټولو ډېر مرسته کونکی هېواد بللی.

نړۍ کې د ترهګرۍ په اړه خپاره شوي کلنیز رپوټ کې د یاد وزارت لخوا ویل شوي، چې د ۲۰۱۴ پرتله په ۲۰۱۵ کې د ترهګرۍ پېښو کې ۱۳ سلنه لږوالی راغلی، خو وايي، د ترهګرۍ په خطر کې لږوالی نه دی راغلی.

د انځور حقوق EPA
Image caption د امریکا هغه کابو لس زره ځواکونه چې لا هم په افغانستان کې دېره دي، په مخامخ ډول به په جګړې کې برخه نه اخلي او له افغان ځواکونه سره به مرستې کوي.

رپوټ زیاتوي سویلي اسیا اوس هم د ترهګرۍ خلاف جګړه کې لومړی ځای لري. په راپور کې دا هم راغلي، چې د پاکستاني طالبانو خلاف پوځي عمليات شوي دي، خو د افغان طالبانو او حقاني شبکې خلاف هغسې چې اړین وو، پوځي عملیات نه دي شوي.

په راپور کې دا هم ويلي شوي، چې پاکستان د خبرو لپاره د افغان طالبانو او حقاني شبکې راضي کولو هڅه کړې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption نړۍ کې د ترهګرۍ په اړه خپاره شوي کلنیز رپوټ کې د یاد وزارت لخوا ویل شوي، چې د ۲۰۱۴ پرتله په ۲۰۱۵ کې د ترهګرۍ پېښو کې ۱۳ سلنه لږوالی راغلی، خو وايي، د ترهګرۍ په خطر کې لږوالی نه دی راغلی.

ورته مطالب