اوباما رسماً ټاکنو کې د هیلري کلنټن ملاتړ اعلان کړ

د انځور حقوق Getty
Image caption هیلري کلنټن رویټرز خبري اژانس ته ویلي "د اوباما ملاتړ ډېرې معناوې لري".

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په رسمي توګه ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکراتانو د نوماندې هیلري کلنټن ملاتړ اعلان کړ.

اوباما دا اعلان د دیموکراتانو له یوه بل کاندید برني سنډرز سره تر کتنې وروسته کړی، چې نوموړی پخپل ګوند له هیلري کلنټن سره سیالي کوي.

اوباما پر ټویټر پاڼه پخپل یوه وېډیويي پیغام کې ویلي: "هیلري کلنټن د ولسمشرۍ مقام ته تر ټولو مناسبه نومانده ده".

په پام کې ده چې اوباما د اغلې کلنټن په یوه ټاکنیز فعالیت کې ګډون وکړي.

اوباما دا هم ویلي چې: "ددغه ښکلي سفر له پیله له ټولو ملاتړ کوونکو غواړم چې زه له هیلري کلنټن سره یم. زه د هیلري کلنټن د ملاتړ په فعالیت کې د ګډون کولو د شېبې په تمه یم".

نوموړي دا هم ویلي، چې دواړه نوماندان (هیلري کلنټن او سنډرز) له دغه هېواد سره مینه لري او د امریکا لپاره کار کوي".

هیلري کلنټن رویټرز خبري اژانس ته ویلي "د اوباما ملاتړ ډېرې معناوې لري".

کلنټن زیاتوي: "زه خوشحاله یم چې د اوباما له ملاتړه برخمنه یم"، ددې اشاره دې ته هم ده چې د دواړو ترمنځ تونده سیالي پر ریښتینې همکارۍ اوښتې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption اوباما پر ټویټر پاڼه پخپل یوه وېډیويي پیغام کې ویلي: "هیلري کلنټن د ولسمشرۍ مقام ته تر ټولو مناسبه نومانده ده".

د بي بي سي خبریال انتوي زیکریر وايي "بارک اوباما اوس په لوبه کې دی، نن په دې هڅه د هیلري کلنټن د نوماندۍ ملاتړ کوي چې د سپینه ماڼۍ واک د دیموکرات ګوند په لاس کې پاتې شي".

زرکیر زیاتوي: "مخکې له دې چې کلنټن اوهایو او پنسلوانیا ایالتونو ته ولاړه شي، اوباما او کلنټن به یوځای په ویکسونسن ایالت کې راڅرګند شي".

ورته مطالب