ستاره یوسفي: عمر متین رواني انډول نه درلود

ستاره یوسفي د انځور حقوق AP
Image caption ستاره یوسفي وايي، له متین سره په ګډ ژوند کې هغه په ډېر معمولي څیز غوسه کېده او تل به یې دا وهله ډبوله.

د امریکا فلوریډا ایالت اورلنډو د همجنسخوښو په یوه شپني نڅاکلب د برید کوونکي عمر متین پخوانۍ مېرمنې ستاره یوسفي ویلي، هغه 'رواني' ستونزه لرله او 'باثباته' سړی نه و. په برید کې ۵۰ ښځې او نارینه ووژل شول.

اغلې یوسفي په ۲۰۰۹ کال څلور کاله له ښاغلي متین سره یوځای ژوند کړی.

ستاره یوسفي وايي، له متین سره په ګډ ژوند کې هغه په ډېر معمولي څیز غوسه کېده او تل به یې دا وهله ډبوله.

اوباما

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د د فلوریډا ایالت په اورلنډو ښار کې د همجنسخوښو پر یوه شپني نڅاکلب هغه برید پر ټولو امریکایانو برید بللی، چې لږترلږه ۵۰ کسان پکې ووژل شول.

د انځور حقوق AP

د کلیفورنیا ایالت چارواکو ویلي، په وسلو یو سمبال سړی یې نیولی چې لاس انجلیس کې یې د همجنسخوښو پر لاریون د برید هوډ درلود.

د اولنډو برید کوونکی عمر متین څوک و؟

اوباما دا یو "ترهګریز" او له "کرکې ډک" برید بللی، چې په وینا یې "نن د امریکا په تاریخ کې تر ټولو د وحشیانه او وېروونکي برید شاهدان یو، چې لګسونه "بې ګناه" کسان پکې ووژل شول".

نوموړی زیاتوي: "وېرې ته به تسلیم نه شو او هېڅکله به د یو او بل پرضد نه شو، بلکې د خپل ولس او هېواد د دفاع لپاره به یوموټی ودرېږو او هغه کسان به محاکمه کړو چې موږ ته ګواښ پېښوي".

د امریکا په فلوريډا کې د اورلنډو ښاروال د همجنسخوښو په يوه شپني نڅا کلب کې د ډزو په یوه پېښه کې د "۵۰"تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې په دغه پېښه کې ۵۳ ټپيان شوي هم دي.

بي بي سي ته معلومه شوې چې د بريدګر نوم عمر متين دی او عمر يې ۲۹ کاله ښودل شوی دی.

د یو شمېر امريکايي رسنيو په وينا بريدګر په خټه افغان دی، خو امريکايي چارواکو تراوسه د دې پخلی نه دی کړی.

پوليس وايي له دغې پېښې درې ساعته وروسته د ښار منځنۍ برخې شپنی نڅا کلب ته ننوتل او بريدګر يې وواژه.

د امریکا د پلټنو د فدرالي ادارې اېف بي ای ویاند وایي، شونې ده چې بریدګر له "اسلامي اورپکو" سره لیوالتیا لرله.

داسې ښکاري چې د بريدګر نوم د ترهګرو په لست کې نه و شامل.

د انځور حقوق Orlando Police
د انځور حقوق CBS NEWS
Image caption د يو شمېر امريکايي رسنيو په وينا بريدګر په خټه افغان دی او دغه تصوير يې خپور کړی دی
د انځور حقوق AP

د فلوريډا والي ريک سکاټ په يوه خبري کنفرانس کې دا يوه ترهګريزه پېښه وبلله. د اورلنډو ښاروال بډي باير وايي لا هم ځينې مړي په نايټ کلب کې پراته دي.

د اورلنډو پوليسو مشر جان مينا په يوه خبري غونډه کې ويلي بريدګر يو ټوبک او تومانچه درلوده او له ځان سره يې يو بل څه هم تړلي وو.

بريدګر د همجنسخوښو په دغه کلب کې يو شمېر کسان هم برمته کړي وو.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق AP

تر دې وړاندې د اورلنډو پوليسو ويلي وو، چې دوی يوه چاودنه کړې، د مينا په وينا موخه يې د بريدګر توجه بدلول وو.

دا پېښه د یکشنبې په ګهیځ وختي شوې ده.

د یوه سیمه ییز تلوېزیون خبریال استيوراټ مور پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، ډېر احتمال شته چې برید کوونکي له چاودېدونکي توکو ډک واسکټ اغوستي وي.

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې سیمې ته ګڼ امبولانسونه بېول شوي او د ټپیانو درملنه روانه ده.

یوه سړي چې د برید پرمهال په یاد کلب کې و،‌ د پېښې ځینې انځورونه پر فیسبوک خپاره کړي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په یوه اعلامیه کې د وژل شوو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او په دې غم کې يې ځان شريک ښودلی دی.

ورته مطالب