له 'اسلامي دولت' سره تړلي سړي جګپوړی فرانسوی پولیس وژلی

د انځور حقوق AFP
Image caption پر برید کوونکي کومانډو برید کړی

د فرانسې پلازمېنې پاریس په یوه څنډه کې یو جګپوړی فرانسوی پولیس له خپلې ښځې سره په چړو وهل شوی او دواړه وژل شوي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د یوې سرچینې له خولې ویلي، برید کوونکي له ''اسلامي دولت'' نومې ډلې سره خپله خواخوږي اعلان کړې ده.

د اسلامپالو سخت دریځو په تړاو یوه ځانګړي وېبسایټ ''سایټ'' د ''اسلامي دولت'' ډلې د (اعماق) وېبپاڼې له حواله ویلي: ''د اسلامي دولت ډلې یوه جنګیالي د فرانسې په لیه موروه ښار کې د پولیسو یو مشر او د هغه ښځه په چړو وهلي دي''.

برید کوونکی وروسته تر هغه وژل شوی، چې پولیس یې کور ته ورننوتل، خو د وژل شوي پولیس چارواکي درې کلن زوی له بریده روغ وتلی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویاند بییر انري برنادیه د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، برید د پاریس په لوېدیځ کې ۵۵ کیلومتره لیرې په مانینفیل سیمه کې د پولیس په کور کې شوی.

برید کوونکی د کومانډوز له خوا وژل شوی.

فرانسه د نورو اروپايي هېوادونو په څېر د مرګونو بریدونو شاهده ده، چې تر ډېره پکې پولیس او پوځیان په نښه کېږي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنار کازانوف ویلي، وژل شوی کس د پولیسو مشر و او ښځې یې په کورنیو چارو وزارت کې کار کاوه.

ورته مطالب