اوباما: د اورلنډو برید له 'اسلامي دولت' ډلې سره 'څرګند' تړاو نه لري

د انځور حقوق AFP

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، داسې څرګند دلیل نه شته، چې ګني د اورلنډو برید کوونکي دې له ''اسلامي دولت'' نومې ډلې لارښوونې ترلاسه کړې وي.

اوباما زیاتوي، چارواکو د برید په تړاو څېړنه پیل کړې ده. د یکشنبې په شپه د فلوریډا ایالت اورلنډو د همجنسخوښو پر یوه شپني نڅاکلب برید وشو، چې لږترلږه ۵۰ کسان پکې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

اوباما وايي، شاید برید کوونکي ''پر انټرنېټ د سخت دریځو له معلوماتو اغېزمن شوی وي''.

په پام کې ده چې اوباما د پنجشنبې په ورځ د برید ځای ته ورشي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ ویلي ''د پنجشنبې په ورځ به ولسمشر د فلوریډا ایالت اورلنډو ته له وژل شویو کسانو سره د غمشریکۍ لپاره هلته ولاړ شي''.

اوباما وايي، ښکاري چې دا برید د یوه لوی برید د پلان کومه برخه نه ده.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق Reuters
Image caption برید کې د ځینو وژل شویو انځورونه

امریکايي چارواکو ویلي، برید د عمر متین په نامه د یوه ځوان له خوا شوی، چې له برید شېبه وړاندې یې له ''اسلامي دولت'' نومې ډلې سره خپله خواخوږي اعلان کړې ده.

خو تر اوسه څرګند دلیل نه شته چې ایا نوموړي له دغې ډلې سره تړاو درلود که نه.

دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ډېر خونړی برید ګڼل شوی دی.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق AP
د انځور حقوق AP

د اورلنډو سیمه ییز روغتیايي مرکز ویلي، د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د پنځو کسانو حالت ډېر خطرناک ګڼل شوی.

په دې اړه نور مطالب ولولئ:+ د اورلنډو برید کوونکی عمر متین څوک و؟+ ستازه یوسفي: عمر متین رواني انډول نه درلود + د اورلانډو ډزو له مرګونې پېښې وروسته د يووالي دريځ