تورخم کې ټپي شوي پاکستاني پوځي جګړن ساه ورکړه

د انځور حقوق
Image caption د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، لومړي وزیر نوازشریف د جګړن علي جواد چنګېزي په وژنه سخت خپګان ښودلی.

پاکستاني سرچینو ویلي، د ډیورنډ پر کرښه تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه کې ټپي شوي پاکستاني پوځي جګړن علي جواد چنګیزي د پېښور پوځي روغتون کې د ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت (دوشنبې ۱۳ جون) په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو، چې پاکستان وړم ماښام د توافقاتو خلاف په تورخم کې د تاسيساتو په جوړولو لاس پورې کړی و او ځواکونو يې پر افغان امنيتي ځواکونو بريد کړی و.

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر وايي، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې لخوا رسنیو ته په لېږل شوې اعلاميې کې ویل شوي د وژل شوي جګړن جواد علي د جنازې مراسم به په پېښور کې ترسره کېږي او وروسته به يې په خپل پلرني ټاټوبي کوټه کې خاورو ته سپاري.

هلته په پېښور کې د پوځي سرچینو په خبره د پاکستاني پوځ په پنځو نورو ټپيانو کې هم د یوه حالت د اندېښنې وړ دی.

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، لومړي وزیر نواز شریف د جګړن علي جواد چنګېزي په وژنه سخت خپګان ښودلی.

بلې خواته پر تورخم دروازه نن درېيمه ورځ هم حالات ترینګلي دي او د دواړو غاړو امنيتي سرتېرو له ټوپکو سره ماښه په ګوته د تیارسئ په حالت کې دي.

د سیمې د اوسېدونکو په خبره تورخم دروازه نن درېيمه ورځ هم د هرډ،ل تګ راتګ پر مخ تړل شوې خو د پاکستاني چارواکو لخوا په سیمه کې ګرځبندیز هم له ځينو سیمو څخه اخیستل شوی دی.

د ځايي اوسېدونکو په خبره د تورخم دروازې دواړو غاړو بېخي ډېر موټر او لارۍ ولاړې دي او ځينې هغه لارۍ چې پکې خوراکي توکي بار وو، بېرته پېښور ته راستنې شوې دي.

د پاکستان او افغانستان د ځواکونو ترمنځ پر تورخم دروازه لومړۍ نښته د تېري یکشنې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونو غوښتل، په تورخم کې یوه دروازه ولګوي.

په دې لومړۍ نښته کې یو افغان سرتېری وژل شوی وو. ددغو ځواکونو ترمنځ دومه نښته پرون دوشنبه ماسپښين مهال یو وارې بیا هغه مهال پېل شوې چې بیا هم پاکستانيو ځواکونو د دروازې د لګولو هڅه وکړه، په دغه دومه نښته کې د پاکستاني پوځ په خبره ددوی شپږ سرتېري يې ټپي شوي وو، چې پکې هم نن سه شنبه جګړن علي جواد چنګېزي ساه ورکړه.

د انځور حقوق
Image caption د ځايي اوسېدونکو په خبره د تورخم دروازې دواړو غاړو بېخي ډېر موټر او لارۍ ولاړې دي او ځينې هغه لارۍ چې پکې خوراکي توکي بار وو، بېرته پېښور ته راستنې شوې دي.

ورته مطالب