د عمر متین مېرمن نور سلمان شاید د قتل له تور سره مخامخ شي

عمر متین د انځور حقوق .

د امریکا رسنیز رپوټونه په ډاګه کوي، چې د فلوریډا ایالت اورلنډو د همجنسبازانو پر یوه شپني نڅاکلب د برید کوونکي عمر متین مېرمن نور سلمان شاید د هغه برید په تړاو له "تور" سره مخامخ شي، چې لږترلږه ۴۹ کسان پکې ووژل شول.

د ارمیکا "فوکس نیوز" او "رویټرز" خبري اژانسونو ویلي، د امریکا لوی څارنوال له نور سلمان نه د تحقیقاتو لپاره یوه ډله ټاکلې ده.

اغلې سلمان پولیسو ته ویلي، له خپل مېړه سره یې د "پلس" په نامه پر شپني نڅاکلب د برید په تړاو د خبرو کولو هڅه کړې ده.

دا د امریکا په معاصر تاریخ کې تر ټولو خونړی برید ګڼل شوی.

په برید کې ۵۳ نور کسان ټپيان شوي، چې د شپږو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

فوکس نیوز خبري اژانس د لوی څارنوال له خولې ویلي "نور سلمان اوس د قتل له ۴۹ تورونو او د قتل د هڅې له ۵۳ تورونو سره مخامخ ده. پر هغې دا تور هم دی چې د برید په تړاو د چارواکو په خبرولو کې پاتې راغلې ده".

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د یکشنبې له ورځې راهیسې له سلمان نه پوښتنې او تحقیقات پیل شوي، خو په څرګند ډول د نوموړې د نیول کېدو امر نه دی شوی.

د امریکا خبري رپوتونه وايي" نور سلمان د وسلو اخیستو لپاره د عمر متین د لارې ملګرې وه، او په یوه مناسبت له هغه سره د "پلس" شپني نڅاکلب ته یې هغه رسولی و".

ځینو سرچینو "ان بي سي" خبري اژانس ته ویلي "سلمان هڅه کړې ده چې د متین د برید مخه ونیسي".

خو د عمر متین پلار ویلي "نه پوهېږي چې زوی یې په کومې انګیزې دغه برید کړی دی".

د انځور حقوق Reuters
Image caption د عمر متین پلار ویلي "نه پوهېږي چې زوی یې په کومې انګیزې دغه برید کړی دی".
د انځور حقوق

میر صدیق متین، چې په اصل کې افغان دی او کابو ۳۰ کاله وړاندې له افغانستان ته امریکا ته کډه شوی، اوس د امریکا تابعیت لري، وايي نه پوهېږي چې زوی یې دا کینه د څه له کبله پخپل زړه کې ساتلې وه.

صدیق په یوه وېډیويي پیغام کې د افغانستان ولس ته ویلي، "عمر یو ډېر ښه زوی و، بیا یې واده وکړ او پلار شو".

وړاندې د عمر متین پلار ویلي وو، د زوی غوسه یې هغه مهال وپارېده، چې په میامي کې یې دوه همجنسبازان د ماچو په حالت کې غاړه غړۍ ولیدل.

د انځور حقوق EPA

د امریکا مشرانو جرګه کې د استخباراتي کمېټې غړي سناتور انګوس کینګ سي ان ان خبري اژانس ته ویلي: "له سلمان سره د پېښې په تړاو ځینې معلومات شته".

کینګ زیاتوي "سلمان له امنیتي سازمانونو سره همکاري کوي او کولی شي موږ ته مهم معلومات راکړي".

ورته مطالب