د ایلان کردي ډوبېدل د وروستۍ سندرې جوړولو لامل شو

مشهور بریتانیايي سندرغاړي او سندرې جوړوونکي یوسف اسلام، چې له اسلام وړاندې نوم یې کټ سټیونز دی، ویلي د سوریې د ډوب شوي ماشوم ایلان کردي د ډوبېدو بوږنوونکې پېښې ده ته د وروستۍ سندرې جوړولو الهام ورکړ.

یوسف اسلام له سوریې سره پر پوله د ترکیې په سرحدي سوېلي سیمه کې د کډوالو پنډغالي د ننه د لږ وخت له تېرولو وروسته د " هغه یوازې و" په نامه یوه سندره ولیکله.

نوموړي بي بي سي ته وویل: "ددغه انساني ناورین شاهدان یو، میلیونونه نور خلک یې هم ګوري او هڅه کوو چې د پېښې په اړه ځان پوی کړو".

درې کلن سوریایی ماشوم ایلان کردي د تېر کال سپتمبر میاشت کې په سمندر کې د سفر پرمهال ډوب شو چې اوبه د ترکیې سمندرغاړې ته کش کړ. د نوموړي د مړینې خبر په نړیوالو رسنیو کې د سر ټکی شو.

د انځور حقوق AP
Image caption عبدالله وايي: ''خپل ماشوم او مېرمن کې ټینګ ونیول، خو د ژغورنې هېڅ هیله نه وه، دواړه یو پر بل پسې مړه شول.''
Image caption عبدالله کردي وايي: ''زما ماشومان ډېر خواږه وو، هر ګهیځ به یې ویښولم چې لوبې ورسره وکړم، آیا تر دې خواږه بل څه شته؟! خو اوس دا ټول ختم شول.''

یوسف وايي: "موږ د بشري کیسې اصلي مفهوم هېروو، کله مې چې دغه سندره لیکله، نو په ذهن کې مې دغه کوچنی روح راګرځېده".

دی وايي، کله چې په ۲۰۱۵ کال کې ددغه کوچني ماشوم انځور په ورځپاڼو او د تلوېزیون پر پردو راښکاره شو "خلک ناڅاپیه راویښ شول او نارې یې کړې چې (یا الله، دا خو زموږ د ماشوم په څېر دی)، زما ذهن ته هم دې تصور لاره وکړه".

یوسف اسلام د بشري ناورین پروړاندې د لوېدیځ د چوپ پاتې کېدو په اړه خواشیني ښيي:

"دا ډول خبرونه د (نن خبر وي چې سبا ته زوړ شي)، خو خلک او سیاست پکې دخیل وي. دا ډول پېښې ډېرې خواشینوونکې دي، همدا سیاست په دا ډول پېښو کې دخیل دی".

د انځور حقوق Reuters
Image caption عبدالله کردي وايي: ''زما ماشومان د ګردې نړۍ ښکلي ماشومان وو، آیا په ګرده نړۍ کې داسې انسان شته، چې خپل ماشومان تر یوې لویې شتمنۍ ارزښتناک ونه ګڼي؟''
د انځور حقوق Reuters
Image caption د عبدالله کردي خور تیمة کردي وايي، د خپلوانو د وربللو پروګرام کې د ګډون کولو لپاره یې ۲۰ زره ډالر راغونډي کړي وو، خو وړاندیز یې د کډوالۍ چارو د ادارې له خوا رد شو.

ورته مطالب