عراقي ځواکونو د فلوجې 'ډېری' برخه نیولې

د انځور حقوق Reuters

عراقي چارواکي وايي، ځواکونو یې د 'اسلامي دولت' نومې ډلې له منګولو د فلوجې ښار ډېری برخه نیولې ده.

دغه ښار له ۲۰۱۴ کال راهیسې د 'اسلامي دولت' ډلې په لاس کې و. د عراق دفاع وزیر وايي، د ښار ځینې برخې لاهم د دوی په کنټرول کې نه دي.

د ښاروالۍ ودانۍ

د عراق ځواکونه وايي، د فلوجې ښاروالي یې له 'اسلامي دولت' ډلې نه بېرته نیولې ده. په وروستیو کې عراقي ځواکونو د داعش له منګولو د دغه ښار د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

د عراقي ځواکونو یوه قونمدان جنرال عبدالوهاب الساعدي بي بي سي ته ویلي، ځواکونو یې له ترهګرۍ سره د جګړې په پایله کې د فلوجې د ښاروالۍ د ودانۍ 'ازاده' کړه.

د عراق پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د عراقي ملي بیرغ د ښاروالۍ د ودانۍ پر سر رپانده شوی دی.

سرچینه وايي، عراقي ځواکونو د فلوجې ښار د نورو برخو بېرته نیولو لپاره عملیات چټک کړي دي.

عراقي پوځ ویلي، د فلوجې ښار په ختیځې صنعیتي سیمې کې یې هم پرمختګ کړی دی.

د فلوجې د بېرته نیولو عملیات د تېرې مې میاشتې پر ۲۲مه پیل شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption عراقي پوځ ویلي، د فلوجې ښار په ختیځې صنعیتي سیمې کې یې هم پرمختګ کړی دی.
د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP

په دې ښار کې د لسګونو زره ولسي وګړو د برخلیک په اړه اندېښنې دي.

دغه له پلازمېنې بغداد نه نژدې ۵۰ کیلومتره لیرې لوېدیځ کې پروت دی.

فلوجه له ۲۰۱۴ کال راهیسې د 'اسلامي دولت' (داعش) په لاس کې دی. دغه ښار له موصل وروسته دویم ښار دی چې دغه ډله پرې واکمني کوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption فلوجه له ۲۰۱۴ کال راهیسې د 'اسلامي دولت' (داعش) په لاس کې دی. دغه ښار له موصل وروسته دویم ښار دی چې دغه ډله پرې واکمني کوي.

ورته مطالب