بلجیم: پراخو عملیاتو کې ۱۲ کسان نیول شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د لومړي وزیر میشل په ګډون څلور فدرالي وزیرانو لپاره د پولیسو لخوا کلک امنیت نیول تدبیرونه شوی وو

برسلز کې له خونړیو بریدونو نژدې درې میاشتې وروسته بلجیم کې چارواکو د ترهګرۍ خلاف پراخو عملیاتو کې ۱۲ کسان نیولي دي.

څارنوالان وايي، دغه مشکوک کسان چې شپې مهال نیول شوي د یوه ترهګریز برید پلان جوړلو بوخت وو. دوی د ۴۰ هغو کسانو له ډلې وو، چې پوښتنې ګرویږنې ترې شوې.

دغه عملیات د برسلز په ۱۶ سیمو کې تر سره شوي او ویل کېږي، چې ۱۴۲ تړل شوي ګراجونه تالاشي شوي دي. لومړي وزیر چارلس میشل د امنیت شورا له چارواکو سره له لیدو وروسته یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د خلکو ګڼې ګوڼې او مراسمو نمانځنې پر مهال به امنیتي تدبیرونه نور هم ټینګ شي.

د ځايي ار ټي بي ایف رسنۍ په رپوټ کې ویل شوي، مشکوک کسان د جمعې په ورځ هغه ځای کې د ګاډو چلولو پر مهال لیدل شوي، چې د بلجیم او ایرلنډ تر منځ فوټبال لوبه به پکې پر لویه ټلویزیوني پرده ښوول کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption چارواکو د برسلز بمي بریدونو او په پاریس کې د نومبر ۱۳ د اسلامي دولت نومي ډلې بریدونو ته تړاو ورکاوه

پر هوايي ډګر او یوه ریل ګاډي تم ځای کې د بمی چاودنو پایله کې د مارچ په ۲۲ نېټه ۳۲ کسان وژل شوي وو.

له هغه وروسته دا وروستیو کې د نورو احتمالي بریدونو په اړه خبرداری ورکړل شوی و. د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د جمعې په ورځ د لومړي وزیر میشل په ګډون څلور فدرالي وزیرانو لپاره د پولیسو لخوا کلک امنیتي تدبیرونه شوی وو.

د بلجیم پولیسو په وینا دوی ته دا وروستیو کې داسې خبرداری ورکړل شوی، چې ګواکې د اسلامي دولت نومي ډلې یو شمېر کسان له سوریې نه فرانسې او بلجیم کې د نویو بریدونو په هدف د اروپا په تکل وتلي.

چارواکو د برسلز بمي بریدونو او په پاریس کې د نومبر ۱۳ د اسلامي دولت نومي ډلې بریدونو سره تړلي بلل. هغو بریدونو کې ۱۳۰ کسان وژل شوي وو.

.