جرمني پر ناټو تور پورې کړی، چې ګواکې 'جګړې ته لمن وهي'

د انځور حقوق REUTERS

د جرمني بهرنیو چارو وزیر فرینک والټر په ختیځه اروپا کې د ناټو پر پوځي تمریناتو نیوکه کړې او تور یې پورې کړی، چې ګواکې ناټو ( جګړې ته لمن وهي. )

د نوموړي په وینا د روانې میاشتې لومړیو کې د پوځي تمریناتو لپاره د ناټو پوځیانو تګ راتګ د سیمه ییز ټیکاو لپاره زیانمنونکی و او له کبله یې وايي، روسیې سره تاوتریخوالی ډېرېدای شوای.

جرمن وزیر پر ناټو غږ وکړ، چې د پوځي تمریناتو پر ځای له روسیې سره خبرې وکړي.

فرینک والټر وايي که هر څوک داسې فکر کوي، چې ګواکې پر ختیځو پولو به د ټانکونو مارشونه ټیکاو رامنځته کړي، په وینا یې دغه فکر ناسم دی.

د هغه په خبره:

''موږ ته مشوره راکوله کېږي، چې د پخوانیو سیالیو د بېرته پیلولو لپاره باید پلمې و نه لټوو.''

د دغو تمرینونو هدف د هغو خطرونو د مخنیوي وړتیا ارزول دي، چې احتمالاً ناټو ورسره مخامخ کېدای شي.

روسي چارواکو بیا بیا ویلي، چې پولو ته نژدې یې د ناټو پوځونو یو ځای کېدل امنیت ته ګواښ دی. ناټو د جون میاشتې په اوومه پر پولنډ د روسیې د یوه مصنوعي برید تمرین پیل کړ.

دغو تمرینونو کې چې دوې اونۍ یې دوام وکړ ۳۱۰۰۰ پوځیانو برخه درلوده، چې ۱۴۰۰۰ یې امریکایان، ۱۲۰۰۰ پولنډیان او ۱۰۰۰ بریتانوي سرتېري وو.

په تمریناتو کې د لسګونو الوتکو او بېړیو تر څنګ ۳۰۰۰ پوځي ګاډي هم شامل وو.