روسيه: په سوريه کې د پوځي همغږۍ په اړه له امريکا سره موافقې ته رسېدلي يوو

د انځور حقوق RIA Novosti

د روسيې د دفاع وزارت ويلي چې د دغه هېواد چارواکو او امریکا په سوريه کې د نظامي عملياتو د لا همغږۍ لپاره موافقې ته رسېدلي دي. د روسيې په وينا دغه موافقه د دواړو هېوادونو د نظامي چارواکو تر منځ شوې ده.

امريکا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. دغه توافق په داسې حال کې شوی چې تېره اوونۍ د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون، روسيه په سوريه کې د بشار اسد د مخالفينو پر مرکزونو د هوايي بريدونو له امله تورنه کړې وه.

امريکا ويلي وو چې روسيه د دغه هېواد خبرداری ته پام نه کوي.

د روسيې د دفاع وزير دغه تورونه رد کړل او ويلي يې وو چې د روسيې هوايي بريدونه د دولت مخالفو ډلو له مرکزونو ۳۰۰ کیلومتره لرې شوې دي.

په عيني حال کې د روسيې د دفاع وزير د يوه نا اعلان شوي سفر له مخې دمشق ته تللی او د سوريې د ولسمشر بشار اسد سره يې ليدلي دي.

سوریه کې د روسیې هوایي بریدونو له بشار اسد سره ډېره مرسته کړې او دا هغه څه دي چې واشنګټن او مسکو پرې د نظر سخت اختلاف لري.

سوریه کې د روسیې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د سوریې پر هوايي فضا شاوخوا ۱۰ زره الوتنې شوې او وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ويلي وو، د دې هېواد پوځیانو "د ترهګرو سازمانونو اړوند" له ۳۰ زرو ډېر هدفونه په نښه کړي دي.

ورته مطالب