له اروپایي ټولنې د وتلو پایلې؛ کامیرون اروپایي مشرانو سره ګوري

د انځور حقوق AFP

د بریتانیا لومړی وزیر ډېوېډ کامیرون، له اروپایي ټولنې وتلو ته د بریتانیا خلکو تر رایې وروسته ددې ټولنې له مشرانو سره خبرې کوي.

ښاغلی کامیرون به له اروپایي ټولنې د وتلو پایلو او اروپایي مشرانو سره د پرمخ پرتې لارې په اړه په بروکسل کې خبرې وکړي.

په ورته وخت کې د بریتانیا د مالیې وزیر جورج اوزبورن رد کړې چې د ډېوېډ کامیرون تر استعفا وروسته (تر نژدې درېیو میاشتو) به د هغه ځایناستی شي.

اوزبورن وویل، په ټول توان اروپایي ټولنه کې پاتې کېدو لپاره یې مبارزه کړې او له همدې امله، "که څه هم د رایو پایلې په بشپړه توګه منم، خو داسې څوک نه یم چې ګوند د یووالي رامنځته کولو لپاره اوسمهال ورته اړ دی."

د بریتانیا روغتیا وزیر جرمي هانټ ویلي، بریتانیا باید له اروپایي ټولنې سره د ګډ بازار په چوکاټ کې پاتې شي.

ښاغلي هانټ چې ویل کېږي د کامیرون تر څنګ ته کېدو وروسته د ګوند مشرۍ ته پر سیالۍ غور کوي، داسې فکر مطرح کړی چې د هغې له مخې بریتانیا په اروپایي ټولنه کې د غړیتوب له سوداګریزو ګټو په بشپړه توګه برخمن پاتې شي، خو د کډوالۍ په تړاو خبرو ته کېني.

په ورته وخت کې د کارګر ګوند غړي چې ټاکل شوې د سه شنبې په ورځ ددې ګوند مشر جیرمي کوربن ته د نه باور رایې طرحه رایې ته وړاندې کړي.

اروپایي مشرانو سره کتنه

په داسې حال کې چې اروپا هڅه کوي د بریتانیا پرېکړه وزغمي، ښاغلي کامیرون د اروپایي شورا له مشر ډونالډ ټسک او د اروپایي کمیسیون له مشر ژان کلود یونکر سره تر کتنو وروسته یو ماښام د اروپایي ټولنې له مشرانو سره وګوري.

ښاغلي کامیرون چې غوښتل یې بریتانیا اروپايي ټولنه کې پاتې شي ویلي؛ د وتلو تر رایې وروسته به له دندې لاس واخلي. هغه سره له دې هم ویلي چې د ټولپوښتنې پایلې باید ومنل شي.

د انځور حقوق AFP

هغه د دوشنبې په ورځ وویل، په دولت کې یو ځانګړی واحد جوړوي چې له اروپایي ټولنې وتلو ته لازمې لارې چارې برابرې کړي.

د المان، فرانسې او ایټالیا مشرانو د دوشنبې په ورځ ټینګار وکړ، ترڅو چې بریتانیا د وتلو لپاره د لزبن تړون د ۵۰ مادې له مخې مخته نشي، بریتانیا سره غیر رسمي خبرو ته نه کیني.

خو ښاغلي کامیرون وویل، دا چاره به نوي لومړي وزیر ته ورپاتې وي او هغه به له اروپایي ټولنې سره د وتلو بهیر پیل کړي.

د اروپایي ټولنې د مقرراتو له مخې، کله چې دا پېښه رامنځته شوه، بریتانیا به د وتلو شرایطو پر سر خبرو اترو ته دوه کال وخت ولري. همداراز دا هېواد باید اروپایي ټولنې سره د سوداګریز شراکت څرنګوالۍ په تړاو پرېکړه وکړي.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا میرکل، د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د ایټالیا لومړي وزیر ماتیو رنتسي د بریتانیا د ټولپوښتنې پایلو پرسر دوشنبې په ورځ برلین کې سره خبرې وکړي.

د درېیو واړو هېوادونو مشرانو د ناستې په پای کې، د اروپا پیاوړتیا لپاره پر "نوي خوځښت" ټینګار وکړ.

ښاغلي کامیرون د دوشنبې په ورځ اروپایي مشرانو ته خبرداری ورکړ چې دا هېواد به له اروپایي ټولنې وتلو ته بېړه ونه کړي.

خو فرانسوا اولاند او د ماتیو رنتسي ټینګار وکړ چې له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتلو بهیر باید ژر ترژره ترسره شي، ترڅو دا ټولنه پر هغو ننګونو تمرکز وکړي چې ددې ټولنې ۲۷ غړي ورسره مخ دي.

وړاندې تر دې هم د اروپایي ټولنې مشرانو له بریتانیا غوښتي و چې د وتلو خبرې اترې سملاسي پيل کړي، ځکه چې په دې کې ځنډ شته بې باوریو ته لمن وهي.

له اروپایي ټولنې د وتلو رایه په بریتانیا کې اقتصادي بازارونو کې د بې ثباتۍ لامل شوې. د بریتانیا پولي واحد پونډ په وروستیو ۳۱ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی او ځینې سوداګریز او مالي تبادلات د اوس لپاره درېدلي دي.

سره له دې چې د بریتانیا د مالیې وزیر جورج اوزبورن د دوشنبې په ورځ هڅه وکړه بازارونه ارام کړي او ویې ویل چې بریتانیا چمتو ده "د قدرت له دریځه" د راتلونکې هرکلي ته لاړ شي او اضطراري بودیجې ته به اړتیا هم ونه لري، خو دغو خبرو ونشوای کولی بازار کې څپ څپانده حالت کنټرول کړي.

د ټولپوښتنې د پایلو تر اعلان وروسته د هوایي کرښې، بانکونو او کور جوړوونکو ونډې ډېرې رالوېدلې دي.

ورته مطالب